د برېتانیا ځانګړی استازی: طالبان دې له نړۍوالې ټولنې سره په رښتیني ډول تعامل وکړي

۲ ساعتونه مخکې

د افغانستان لپاره د برېتانیا ځانګړي استازي ریچارډ لېنډسي د دغه هېواد په کوربه توب د «جي ۷ هېوادونو» او د افغانستان لپاره د ځانګړو استازو په ناسته کې پر طالبانو غږ کړی، چې له نړۍوالې ټولنې سره په رښتیني ډول تعامل وکړي.

لېنډسي پر اېکس خواله رسنۍ لیکلي، چې دغه ناسته د دې لپاره جوړه شوې وه څو د افغانستان د خلکو د ملاتړ په برخه کې د نړۍوالو هېوادونو ژمنتیا یو ځل بیا تایید شي.

نوموړي زیاته کړې: «موږ د افغانستان د خلکو د ملاتړ ژمنه بیا تازه کړه او موږ له طالبانو غواړو چې له نړۍوالې ټولنې سره په رښتینې توګه او په رغنده بڼه ښکېل شي.»

د ده په وینا، نړۍواله ټولنه تمه لري چې طالبان د بشري حقونو، د ښځو د زده‌کړو او د کار حق او د ټول‌ګډونه سیاسي بهیر په برخه کې عملي ګامونه پورته کړي.

لېنډسي ټینګار کړی، چې د نړۍوالو همغږي او ګډ دریځ کولای شي د افغانستان اوسني کړکېچونه نرم کړي او د افغانانو لپاره د تلپاتې ثبات او پرمختګ زمینه برابره کړي.

د هغه د دې څرګندونو په اړه طالب چارواکو تر دې مهاله کوم غبرګون نه دی ښودلی .

د یادونې وړ ده، چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د افغانستان د خلکو د بشري او اقتصادي وضعیت په اړه نړۍوالې اندېښنې ډېرې شوې او د لوېدیځو هېوادونو استازي په بیا بیا ټینګار کوي، چې د خلکو ملاتړ او د افغانستان له اوسني وضعیت سره ښکېلتیا یوازې د رغنده چلند او نړۍوالو اصولو ته د درناوي له لارې شونې ده.

نور خبرونه

رادیو