د انټرنېټ او مخابراتي شبکو له بیا فعاله کېدو وروسته د افغانستان له ګوټ ګوټ څخه لسګونو کسانو له افغانستان انټرنشنل سره خپلې درې ورځنۍ ترخې تجربې شريکې کړې. د طالبانو له لوري ورځ تر بلې ډېرېدونکو محدودیتونو خلک ستړي کړي؛ خو د نیول کېدو او شکنجو له وېرې یې تر اوسه پاڅون نه دی کړی.
په افغانستان کې د انټرنېټ او مخابراتي شبکو تر فعالېدو وروسته له بېلابېلو ولایتونو څخه یو شمېر افغانانو د چهارشنبې په ورځ (د تلې ۹مه) د تېرو درېیو ورځو د ژوند ترخې شېبې تجربه کړي.
دوی وایي، طالبان هڅه کوي چې د دوی یوازینۍ هیله او د «افغانستان په نوم زندان» د بهرنۍ نړۍ سره د دوی اړیکې پرې کړي.
د کابل یوې اوسېدونکې یاسمین قريشي له افغانستان انټرنشنل سره د انټرنېټ د نشتون په اړه خپله تجربه شریکه کړې او ویلې یې دي: «احساس مو کاوه لکه ټول یو تور تم کې بند پاتې یو او هېڅ زموږ له وسه نه کېږي.»
هغې د افغانستان انټرنشنل ټلوېزیون د درېیو ورځو یوازینۍ د هیلو سرچینه بللې او زیاته کړې یې ده: «همدا ټلوېزیوني شبکه زموږ یوازینۍ هیله وه چې له نړۍ سره مو اړیکه پرې ساتله.
له کابل څخه فرح محمدي افغانستان انټرنشنل ته په خپل پیغام کې تېرې درې شپې او ورځې «د تیارو او جاهلیت دوره» نومولې او زیاته کړې یې ده: «په دې ورځو کې د اړیکو پرې کېدل د یوه غلي خنجر په څېر وو، چې د خلکو په بدن ننوت.»
د هغې په خبره، خلکو د خپل درد د بیانولو لپاره هېڅ لاره نه درلوده.
دې افغانې مېرمنې ویلي، طالبان غواړي د خلکو پر ژوند لا نور بندیزونه ولګوي او د انټرنېټ او مخابراتي شبکو پرې کول تر ټولو سخت ګوزار و.
هغه زیاتوي: «په دې درېیو شپو او ورځو کې داسې ښکارېده لکه بېرته چې د تیارو زمانې ته ګرځېدلي یو، نه کوم خبر و، نه رڼا، نه هیله.»
یوې بلې مېرمنې محمدي لیکلي، چې دا مهال د افغانستان د خلکو یوازینۍ د اړیکو او امېد لار انټرنېټ دی. هغې ټینګار کړی، چې د افغانستان دننه وګړو پرته بل څوک دا درد نه شي درک کولی.
د نوموړې په خبره: «د انټرنېټ پرې کول یوازې د یوه سیګنال بندول نه دي، بلکې دا د انساني، عاطفي او ټولنیزو اړیکو پرې کول دي او د خلکو څخه امېد، سکون او ژوند اخیستل دي.»
د دې افغانې مېرمنې په باور، د هېواد وګړي په دغو درېیو شپو او ورځو کې په مطلقه توره تیاره کې د خلاصون لپاره د یوه کوچني رڼا پسې ګرځېدل.
طالبانو د تلې په اوومه نېټه د خپل مشر هبتالله اخوندزاده په امر انټرنېټ په ټول هېواد کې بند کړ. تر دې وړاندې هم دوی د فایبر نوري انټرنېټ ته لاسرسی بند کړی و؛ خو د مخابراتي شبکو کاروونکي لا هم ټیټ سرعت انټرنېټ ته لاسرسی درلود.
د انټرنېټ پرې کېدل او د مخابراتي شبکو له کاره لوېدل، په تېرو درېیو شپو او ورځو کې پراخ غبرګونونه راوپارول او ناوړه پایلې یې درلودې.
د راپورونو له مخې، بانکي خدمات او د ګمرکاتو سیستمونه له بشپړ انټرنېټ پرته فلج شول او د هوايي شرکتونو پروازونه هم لغوه شول. د انټرنېټ بشپړ بندېدو د هېواد د خلکو پر ژوند ژور او منفي اغېز وکړ او تقریبا ټولې اړیکې له افغانستان سره پرې شوې.
انټرنېټ او مخابراتي شبکې نږدې درې ورځې وروسته نن مازیګر د افغانستان پر وخت شاوخوا څلور بجې بېرته وصل شوې.
کله چې انټرنېټ بېرته فعال شو، افغانستان انټرنشنل ته د طالبانو د دې اقدام په اړه د خلکو له خوا د انتقادي پیغامونو او شکایتونو څپه ورسېده.
یوې ۲۷ کلنې مور له کابل څخه افغانستان انټرنشنل ته په پیغام کې ویلي: «پرون مې کوچنی زوی له زینو ولوېد او سخت ټپي شو؛ خو ما نه د دې وس درلود چې له پلار سره یې اړیکه ونیسم او نه مو کولی شو چې د طالبانو د قوانینو له امله بې محرم روغتون ته ولاړه شم.»
هغې زیاته کړې، چې د طالبانو سخت چلند «خلک له حده زیات ستړي کړي دي.» هغې وویل، چې خلک د طالبانو له حاکمیته سخت تنګ شوي؛ خو د نیول کېدو او شکنجې له وېرې د پاڅون لپاره کوڅو ته نه شي وتلی.
دې افغانې مور نړۍوالې ټولنې ته په پيغام کې وویل: «موږ له داسې زندان څخه د ژوند کولو نه سخت ستړي یو چې نوم یې افغانستان دی. نړۍ باید زموږ غږ واوري او د افغانانو ستونزې درک کړي.»
له تخار ولایت څخه یوه زده کوونکې وایي: «طالبانو په تېرو څلور کلونو کې د ښځو او نجونو ژوند، په تېره بیا د زده کړې حق له منځه وړی دی.»
هغې وویل:«انټرنېټ د ښځو لپاره د زده کړې یوازینۍ هیله پاتې ده؛ خو طالبان هڅه کوي دا دروازه هم وتړي.»
دغه زده کوونکې چې دا مهال د انلاین زده کړو له لارې تعلیم کوي، وویل چې تېرو درېیو شپو او ورځو د انټرنېټ او مخابراتو له نشتوالي سره ورته ډېرې سختې تېرې شوې.
هغې زیاته کړه: «په دې موده کې له یوازینۍ پاتې زده کړیزې وسیلې هم بېبرخې شوم او سخته ناهیلې ومه.»
دا نجلۍ وايي: «احساس مې کاوه چې په یوې تیاره کنده کې ګیر پاتې یمه، چې له هغه نه نشم وتلی.»
له پروان ولایت څخه یو ځوان د چهارشنبې په ماښام کله چې انټرنېټ او شبکې بېرته وصل شوې وویل: «خلک له دې نه ډېر خوښ وو لکه د اختر له ورځو. داسې ښکارېده لکه ټول خلک یو ځای له زندانه ازاد شوي وي.»
دغه افغان ټینګار وکړ: «نن سبا انټرنېټ د خلکو په ورځني ژوند او د دولتونو د خدماتو لپاره یوه نه انکارېدونکې اړتیا ده.» هغه له طالبانو وغوښتل: «نور دې د داسې اقدام څخه ډډه وکړي.»
په ورته وخت کې په اروپا کې یو افغان کډوال په خپل پيغام کې ویلي: «په تېرو ورځو کې د انټرنېټ پرې کېدو یوه ډېره بده تجربه وه. نه مې شو کولای له خپلې ناروغې مور سره تماس ونیسم او نه مې کولای شوای د هغوی د مالي اړتیا لپاره پیسې واستوم.»
د طالبانو له خوا د انټرنېټ بشپړ بندېدو پراخ نړۍوال غبرګونونه راوپارول. د ملګرو ملتونو سازمان دا کار د افغانستان د نورو روانو بحرانونو ترڅنګ یو نوی بحران وباله.د پخواني حکومت یو شمېر ډیپلوماټانو د انټرنېټ پرې کول «د افغان ولس پر وړاندې یوه ډله ییزه سزا» وبلله.