د یو شمېر هېوادونو استازو په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت د جوړېدو غوښتنه وکړه

۳ ساعتونه مخکې

د امریکا، برېتانیا، فرانسې، جرمني، کاناډا، ډنمارک، ایټالیا، جاپان، سوېلي کوریا، سویس، ناروې، ترکیې او اروپايي اتحادیې ځانګړو استازو په یوه غونډه کې د افغانستان لپاره د ټولګډونه حکومت پر جوړېدو ټینګار وکړ. دوی د افغانستان له لوري د ترهګرۍ د ګواښ په اړه اندېښنه څرګنده کړه.

د برېتانیا د بهرنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ (د تلې ۹مه) په یوه خبرپاڼه ویلي، چې دغه غونډه د سې شنبې او چهارشنبې په ورځو په لندن کې ترسره شوه او په دې ناسته کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر (یوناما) سرپرست هم د افغانستان پر وضعیت راپور ورکړ.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د یادو هېوادونو استازو ټینګار وکړ چې:«د افغانستان بریا د سیاسي تنوع او ټولګډونه حکومتوالۍ پورې تړلې ده.»

د دې ۱۳ هېوادونو او اروپايي اتحادیې استازو همداراز له افغانستانه د امنیتي ګواښونو او له پولې هاخوا د مهاجرت له ستونزو ژوره اندېښنه وښوده. هغوی پر سیمه‌ ییزو همکاریو ټینګار وکړ، څو د افغانستان له خاورې د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې ګډ کار وشي.

تر دې وړاندې د سیمې یو شمېر هېوادونو لکه چین، روسیې، ایران او پاکستان هم له افغانستانه د ترهګرو ډلو د فعالیتونو او حضور په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې وه.

د لوېدیځو هېوادونو استازو او د دوی سیمه‌ییزو متحدینو د طالبانو له خوا پر زده‌کړو، کار، روغتیايي خدماتو او د ملګرو ملتونو دفترونو ته د افغان ښځینه کارکوونکو پر تګ بندیزونه د افغانستان د خلکو د اساسي حقونو ښکاره نقض وباله.

هغوی د طالبانو له خوا د ښځو پر وړاندې د ورځ تر بلې ډېرېدونکو محدودیتونو ته په اشارې د افغان ښځو او نجونو پر وضعیت ژوره اندېښنه وښوده.

د یادو هېوادونو استازو د خپلې خبرپاڼې په یوه برخه کې خبرداری ورکړی، چې د طالبانو له خوا د انټرنېټ پرېکول له نړۍ سره د افغانانو اړیکې، د بشري مرستو رسولو او د هېواد اقتصاد ته جدي زیان رسوي.

د برېتانیا د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، د غونډې ګډونوالو د ملګرو ملتونو وروستی وړاندیز چې «موزاییک» نومېږي بیاکتنه وکړه او هیله‌ مندي یې وښوده، چې د ملګرو ملتونو سرمنشي او نوی استازی به د دې بهیر پرمختګ ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

یاد پلان د ۲۰۲۵م کال د فبرورۍ په میاشت کې د دوحې پروسې غړو ته وړاندې شوی و، چې موخه یې د افغانستان د سیاسي، اقتصادي او بشري کړکېچ د حل لپاره د یوه پراخ چوکاټ رامنځته کول دي. په دې طرحه کې ټینګار شوی، چې د افغانستان د بحران د حل لپاره باید له بېلابېلو لورو، لکه طالبان، مدني ټولنه، سیمه‌ ییز هېوادونه او نړۍوال سازمانونه سره خبرې او تعامل وشي.

دا په داسې حال کې دی، چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړې استازې په توګه د مېرمن اوتونبایوا ماموریت پای ته رسېدلی.

د ملګرو ملتونو سرمنشي لا تر اوسه د افغانستان لپاره خپل نوی استازی نه دی نومولی.

نور خبرونه

رادیو