په کابل کې د طالبانو د کرنې وزارت ۳۳ نندارتون د یو شمېر ډیپلوماټانو پاملرنه جلب کړې ده. د ایران سفیر او د ازبکستان استازي په دغه نندارتون کې د کوچیانو د مالدارۍ له تولیداتو او دودیزو لاسي صنایعو لیدنه کړې او په یوه کېږدي کې راټول شوي دي.
د طالبانو کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له لوري خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې، د۳۳ نندارتون د کوچیانو تاریخي او فرهنګي سمبول "تورې کېږدۍ" د نندارتون تر ټولو ډېره ستایل شوې برخه وه، چې ګڼ شمېر لیدونکو د کوچیانو د ژوند دودیزه بڼه او د هغوی د مېړانې او سخاوت نښه وبلله.
د خبرپاڼې له مخې د پرانیستې په مراسمو کې د طالبانو اوبو او انرژۍ وزیر عبداللطیف منصور، د کرنې وزارت مسلکي معیین مولوي صدراعظم عثماني، د ازبکستان استازی او نور خلک یې ګډونوال وو.
طالب چارواکي وايي، دا څلور ورځنی نندارتون به د کرنې او مالدارۍ تر څنګ د فرهنګي ارزښتونو د معرفۍ او د سیمهییزو تولیداتو د بازارموندنې لپاره اغېزناک رول ولوبوي.