پرون پر تورخم تر دوه زرو ډېر افغان کډوال افغانستان ته ستانه کړای شوي

۲ ساعتونه مخکې

د خیبر پښتونخوا د کورنیو او قبایلي چارو د محکمې په وینا، د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ په دوامدار ډول روانه ده او یوازې د سپتمبر پر ۳۰مه نېټه له دوه زرو زیات افغانان د تورخم له لارې بېرته افغانستان ته ستانه کړل شوي دي.

د خېبر پښتونخوا د حکومت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې، یوازې پرون ورځ د کډوالو د ثبت کارت (P.O.R) لرونکي ۱۶۰۸ افغان وګړي بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، همدارنګه د افغان سټیزن کارت (ACC) لرونکي ۱۸۴ کسان هم په همدې ورځ خپل هېواد ته ستانه کړل شوي دي.

خبرپاڼه زیاتوي، ۴۲۸ افغان وګړي چې هېڅ ډول قانوني اسناد یې نه لرل، د پاکستان له خاورې ایستل شوي دي.

د پاکستان د حکومت د معلوماتو له مخې، د اګست له لومړۍ نېټې څخه تر سپتمبر ۳۰مې پورې ټول ۱۳۳ زره او ۱۳۰ هغه افغان وګړي چې د (P.O.R) کارتونه یې لرل، افغانستان ته ستانه شوي دي.

په همدې موده کې ۵۲ زره ۸۵۸ د (ACC) کارت لرونکي افغانان هم له تورخم لارې لېږل شوي دي.

پاکستاني چارواکي وايي، د افغان کډوالو د اېستلو بهیر به په راتلونکو ورځو کې هم روان وي او حکومتي ادارې یې په منظم ډول څاري.

نور خبرونه

رادیو