په غزني کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

۸ ساعتونه مخکې

د طالبانو تر واک لاندې د المپیک، بدني روزنې او سپورټ ریاست خبر ورکړی، چې په غزني ولایت کې د «صمیمت جام» فوټبال سیالۍ د پښتون زلمیانو د لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د یاد ریاست د معلوماتو له مخې؛ د فوټبال دغه سیالۍ د غزني په ده یک ولسوالۍ کې له څو ورځو راهیسې روانې وې، چې پای‌لوبه یې پرون یکشنبه د پښتون زلمیانو او جاویدان لوبډلو ترمنځ وشوه.

په پای‌لوبه کې د پښتون زلمیانو لوبډلې د یوه ګول په توپیر له خپلې سیالې لوبډلې لوبه وګټله او د یادو سیالیو د اتلولۍ جام یې په خپل نوم کړ.

نور خبرونه

رادیو