په بلخ کې د والیبال سیالیو ټورنمټ پای ته ورسېد

۶ ساعتونه مخکې

د طالبانو تر واک لاندې د المپیک، بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست وايي چې په بلخ کې د والیبال سیالۍ چې له څو ورځو راهیسې روانې وې د استقلال لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د یاد ریاست د معلوماتو له مخې په دغو سیالیو کې نهو لوبډلو برخه اخیستې وه چې پایلوبه یې د چهاربولک او استقلال لوبډلو ترمنځ وشوه. د طالبانو سپورټ ریاست وايي چې استقلال لوبډلې یو د صفر په توپیر لوبه وګټله او ددغه سیالیو د اتلولۍ جام یې یې په سر پورته کړ.

مسولینو ویلي چې دغه سیالۍ یې د ځوانانو د فزیکي روزنې او د سپورټي فعالیتونو د ترویج په موخه ترسره کړي دي.

نور خبرونه

رادیو