د کرېکټ اسيا جام پای‌لوبه؛ نن سرسختي سیالان هند او پاکستان سره لوبېږي

۳ ساعتونه مخکې

د اسیا جام روانو سیالیو پای‌لوبه ته دا ځل هند او پاکستان سره وتي چې ټآکل شوې لوبه نن د افغانستان پر وخت د ماښام اته بجې د دوبۍ کرېکټ په نړۍوال لوبغالي کې پیل شي. د دغه سیالۍ ګټونکې لوبډله به د اسیا اتله اعلان شي.

دواړه ټیمونه د ۱۹۸۴ کال له لومړي اسیا کپ وروسته لومړی ځل دی چې په مستقیم ډول په پای‌لوبه کې له یو بل سره مخامخ کیږي. د هند او پاکستان دکرېکټ د ملي ټیمونو ترمنځ لوبې تل د مینه والو لپاره د پام وړ او مهمې وي.

دواړه لوبډلې په افغانستان کې هم ګڼ مینوال لري. ځینو یې له افغانستان انټرنېشل سره په خبرو کې تمه ښودلې چې د اسیا جام په پایلوبه کې ښه لوبه وګوري.

د کابل اوسېدونکي سمیع الله وايي چې په اسیا جام کې د پاکستان خرابو لوبو ته په کتو ښايي د هندۍ لوبډله د دغه سیالیو اتله شي.

د بلخ ولایت اوسېدونکی حفیظ الله وايي، که څه هم د پاکستان د کرېکټ لوبډله یې نه خوښیږي خو تمه یې دا ده چې په پایلوبه کې د کرکېټ ښه لوبه وشي. هغه وویل: «زه د پاکستان د کرکېټ د لوبډلې مینوال نه یم خو تمه مې دا ده چې په فاینل کې ښه لوبه وکړي چې موږ ترې خوندې واخلو، که لوبه یو طرفه وي بیا هېڅ په لیدو نه ارزي».

خالد د کابل په احمد شاه بابا مېنه کې اوسېږي او د پاکستانۍ لوبډلې مینه وال دی.

هغه وایي: «ډېر وخت مې هلته تیر کړی، د ژوند ښه وختونه مې پاکستان تیر شوي کرکېټ باندې هم هلته پوی شوی یم او کړی مې دی په نورو مسایلو یې کار نه لرم خو د کرکېټ لوبډلې مینوال یې یم او غواړم چې ویې ګټي»

د اسیا جام په روانو سیالو کې هندۍ لوبډلې دوه ځلې پاکستانۍ هغې ته ماته ورکړې ده خو د نننۍ لوبې اهمیت په ترسره شویو لوبو کې د رامنځته شویو شخړو او کیسو له کبله خورا مهمه ګڼل کیږي.

هندۍ لوبډلې د معمول خلاف له لوبو وړاندې او وروسته پاکستاني لوبغاړو ته د لاسونو له ورکولو ډډه کړې چې دې مسلې په پاکستان کې د خلکو غصه راپارولي دې.

د هند د کرکېټ د ملي لوبډلې لوبډلمشر په یوه خبرې ناسته کې ان دا خبره هم کړې چې پاکستانۍ لوبډله نوره د دوی سیاله لوبډله نه شي کیدای او خلک باید دغه فکر له سره وباسي.

د کرېکټ څارونکی سمیع الله هلال وايي، که څه هم هندۍ لوبډلې په دغه سیالیو کې هیڅ ماته نه ده خوړلې خو که نن پایلوبه وبایلي ښايي پاکستانۍ لوبډله چې اوس د خپلو خلکو له جدي نیوکو سره مخامخ ده د خلکو غصه به راکمه کړي.

د نوموړي په خبره: «هند په دې وروستیو کې خورا مسلکي کرکېټ کوي او پاکستان یې بیا په مقابل له هر پلوه کمزوری دی چې دې مسلې د خلکو او د کرکېټ څارونکو غصه راپارولې ده، نن د پاکستان لپاره بیخي لوی تاریخي فرصت په لاس ورغلی دی».

وړاندې په پاکستان کې د کرېکټ ځینو مشهورو پخوانیو لوبغاړو ویلي چې لوبډله یې باید په قوي مورال پایلوبه کې ولوبیږي او د دوی راژوندۍ شوې هیلې مړاوې نه کړي.

په اسیا جام سیالیو کې د افغانستان په ګډون اتو ټیمونو په دوو ګرپونو کې برخه اخیستې وه چې افغانستان په لومړي پړاو کې له دغه سیالیو ووت او د څارونکو په خبره د تمې خلاف یې ښې لوبې ونکړې.

نور خبرونه

رادیو