د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې د اندونیزیا ۲۰۲۶اسیا جام ته د لارموندنې سیالیو په وروستۍ سیالي کې میانمار هیوادته د ۸ – ۰ ګولونو په ستر توپیر ماته ورکړه او نېغ د اندونیزیا ۲۰۲۶اسیا جام سیالیو ته ووتله.
د طالبانو تر واک لاندې د المپیک، بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست د چارشنبې په ورځ (د تلې دویمه) وویل، چې د اندونیزیا ۲۰۲۶ اسیا جام سیالۍ به د دغه هېواد په کوربهتوب د ۱۶ هېوادونو په ګډون ترسره شي.
د فوټسال ملي لوبډلې د دې سیالیو په خپله لومړۍ لوبه کې سیالې لوبډلې مالدیف ته د " ۱۰ - ۱" ګولونو په ستر توپیر ماته ورکړې وه.
د ویلو ده، چې یادې سیالۍ د ۳۱ هېوادونو په ګډون په اتو ګروپونو کې د میانمار هېواد په یانګون ښار کې د روانې میلادي میاشتې پر ۲۰مه پیل شوې او نن( چار شنبه، د سپټمبر ۲۴ مه) به پای ته ورسېږي.