د کرېکټ اسیا جام سیالۍ: نن د هند او بنګله‌دېش لوبډلو ترمنځ لوبه کېږي

۹ ساعتونه مخکې

د ۲۰۲۵کال اسیا جام شل‌ اوریزې سیالۍ په متحده عربي اماراتو کې روانې دي، چې د دغو سیالیو څلورو غوره لوبډلو پړاو کې نن د هند او بنګله‌دېش لوبډلو ترمنځ لوبه کېږي. دغه لوبه د افغانستان په وخت د ماښام په ۷ بجو پیلېږي.

د ۲۰۲۵کال اسیا جام شل‌اوریزو سیالیو په څلورو غوره لوبډلو پړاو کې تر دې مهاله درې لوبې شوې، چې په لومړۍ لوبه کې بنګله‌دېش سریلانکا ته ماتې ورکړه، په دویمه لوبه کې بیا پاکستان له هند څخه ماتې وخوړه او په درېیمه لوبه کې بیا پاکستان سریلانکا ته ماتې ورکړې ده.

د ۲۰۲۵کال اسیا جام شل‌اوریزې سیالۍ د روانې سپټمبر میاشتې په ۹مه نېټه په متحده عربي اماراتو کې پیل شوې، چې د افغانستان په ګډون په‌کې اتو لوبډلو برخه اخیستې وه او د دغه سیالیو پای لوبه به د روانې میاشتې په ۲۸مه نېټه ترسره شي.

د کرېکټ مبصرین وايي، چې د لوبډلو امتیازونو ته په کتو ښايي پایلوبه د هند او پاکستان ترمنځ وشي. که څه هم هند او پاکستان د کرېکټ په ډګر کې د یو بل سخت سیالان ګڼل کېږي او لوبې یې له کیسو او جنجالونو ډکې وي؛ خو د هند د کرېکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر د اسیا جام د سیالیو پرمهال یوې خبري غونډې ته ویلي و، چې پاکستانۍ لوبډله نوره د دوی سیاله نه‌ده او د دوی د بریا ګراف ترې خورا لوړ دی.

نور خبرونه

رادیو