د کډوالو افغان ښځینه لوبغاړو فوټبال لوبډله، چې د طالبانو د بندیزونو له امله له هېواده وتلې، لومړی ځل په نړیوالو سیالیو کې ګډون کوي. دغه دوستانه سیالۍ راتلونکې میاشت په دوبۍ کې د فیفا په نوښت ترسره کیږي.
د فوټبال نړیوالې ادارې فیفا اعلان کړی، چې د افغان ښځینه کډوالو لوبډله به د اکتوبر له ۲۳مې تر ۲۹مې پورې په دوبۍ کې د «فیفا د ښځو د یووالي لړۍ» تر نامه لاندې په څلور اړخیزو دوستانه سیالیو کې برخه واخلي.
په دې سیالیو کې به د افغان ښځینه کډوالو تر څنګ د کوربه اماراتو، چاد او لیبیا ملي لوبډلې هم ګډون وکړي.
د افغانستان د فوټبال ښځينه لوبډله د ۲۰۲۱ کال په اګست کې پر کابل د طالبانو له واکمنېدو وروسته، چې د ښځو پر لوبو بندیز ولګېد، جوړه شوه.
د فیفا رییس جاني انفانټینو په یوه اعلامیه کې ویلي: «فوټبال ته د ټولو ښځو لاسرسی زموږ لومړیتوب دی او دا د راتلونکې لپاره د لوبې د بڼې جوړولو مهم عنصر دی، دا دوستانه سیالۍ یوازې یو ټورنمنټ نه دی، بلکې د هیلې او پرمختګ نښه ده، د ټولو ښځو لپاره په ټوله نړۍ کې.»
یاده دې وي چې د طالبانو تر واکمنېدو وړاندې افغانستان ۲۵ قراردادي ښځینه لوبغاړې درلودې، چې ډېری یې اوس په اسټرالیا کې مېشتې دي.
فیفا د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د ظرفیت پېژندنې کمپونه ترسره کړي او د ۲۳ لوبغاړو یوه بشپړه ښځینه کډواله لوبډله یې جوړه کړې ده چې په دغو سیالیو کې ګډون وکړي.