هند د کرېکټ د اسیا جام په پایلوبه کې پاکستان ته ماتې ورکړه

۳ ساعتونه مخکې

هند د کرېکټ د اسیا جام په پایلوبه کې پاکستان ته د پنځو ویکټو په توپیر ماتې ورکړه او د نهم ځل لپاره یې د اسیا جام اتلولي خپله کړه. په همدې سیالیو کې د هند کرېکټ لوبډلې دوه ځله نور هم پاکستان ته ماتې ورکړې وه.

د کرېکټ د اسیا جام د پایلوبې پچه د هند لوبډلې وګټله او هغوی د لومړي ځل لپاره د ډګر ساتنې پرېکړه وکړه.

پاکستان د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځېدو په ۱۹.۱ اور کې هند لوبډلې ته د ۱۴۷ منډو هدف وټاکه.

هندي توپ اچونکي کولدیف یادو ۴ پاکستاني لوبغاړي‌ وسوځول.

د پاکستاني‌ لوبغاړي صاحبزاده فرهان بیا تر نورو لوبغاړو ډېرې ۵۷ منډې جوړې کړې.

د هند کرېکټ لوبډلې د خپلو پنځو لوبغاړو په سوځېدو په ۱۹.۴ اور کې دغه هدف پوره کړ او پاکستان ته یې د ۵ ویکټو په توپير ماتې ورکړه.

هندي توپووهنکي تیلاک ورما په ۵۳ توپونو ۶۹ ناسوځېدلي منډې جوړې کړې.

دواړه ټیمونه د ۱۹۸۴ کال له لومړي اسیا کپ وروسته لومړی ځل و، چې په مستقیم ډول په پای‌لوبه کې له یو بل سره مخامخ شول.

په اسیا جام سیالیو کې د افغانستان په ګډون اتو لوبډلو په دوو ګرپونو کې برخه اخیستې وه، چې افغانستان په لومړي پړاو کې له دغه سیالیو ووت او د څارونکو په خبره د تمې خلاف یې ښې لوبې ونکړې.

نور خبرونه

رادیو