طالبان د پامیر اوسیدونکو لپاره یو ښارګوټی جوړوي

۳ ساعتونه مخکې

په بدخشان کې د طالبانو ځايي چارواکي وايي چې ددې ډلې دفاع وزارت د پامیر اوسیدونکو لپاره یو ښارګوټی جوړوي.

د یاد ولایت د اطلاعاتو او کلتور رییس ذبیح الله امیري وايي، د ښارګوټي په جوړېدو سره به د پامیر ټول اوسیدونکي یو ځای راټول شي او د ژوند ستونزې به یې حل شي.

د طالبانو د استخباراتو اړوند حریت راډيو ته د طالبانو د ملي دفاع وزارت چارواکو ویلي، چې د لوی پامیر سړک له بشپړیدو وروسته، د دې سیمې د قرغیزي کورنیو لپاره به یو ښارګوټی جوړ شي.

دوی همدراز زیاتوي د بدخشان د پامیر اوسیدونکي له کلونو راهیسې په سختو شرایطو کې ژوند کوي او له اساسي خدماتو څخه بې برخې دي

د طالبانو چاوراکو ویلی، چې په دې ښارګوتي کې به کورونه، کلینیکونه، مدرسې او جوماتونه جوړ کړي.

یاده رسنۍ وايي، چې د لوی پامیر اوسیدونکي هم د ښارګوټي جوړېدو ته خوښ دي او زیاتوي په دغه ښارګوټي سره به د دوی ژوند بدل شي او له خدماتو څخه برخمن شي.

د طالبانو د دفاع وزارت تر اوسه د ښارګوټي د جوړېدو پیل نېټه او موقعیت نه دی ډاکه کړی.

د ښارګوټو د جوړولو مسوولیت عموما د ښارجوړونې وزارت دنده ده، خو دا لومړی ځل دی چې د طالبانو دفاع وزارت په یوه لرې پرته سیمه کې د ښارګوټي د جوړولو اقدام کوي.

نور خبرونه

رادیو