طالبانو ته د عبدالسلام ضعیف کنایه؛ خلک په زور نه بلکې په حقیقي عدالت سمیږي

۱ ساعت مخکې

په اسلام اباد کې د طالبانو پخواني سفیر عبدالسلام ضعیف د اموي خلیفه عمر بن عبدالعزیز او د خراسان د امیر لیک ته په اشاره ویلي، چې خلک په زور نه، بلکې په حقیقي عدالت سمیږي.

عبدالسلام ضعیف چې وړاندې تردې یې هم په خپلو پیغامونو کې په غیر مستقیم ډول د طالبانو پر حکومتدارۍ نیوکې کړې دي، یو ځل بیا پر خپله اېکسپاڼه د عمر بن عبدالعزیز او د خراسان د امیر ترمنځ هغه لیک ته اشاره کړې چې د تورې په زور یې د خراسان د خلکو د اصلاح غوښتنه کړې وه.

عمر بن عبدالعزیز د خراسان امیر ته د لیک په ځواب کې لیکلي و:« درواغ دې وویل، خلک په زور نه بلکې په حقیقي عدالت سمیږي، عدالت ته سم متوجې سه او عملي یې کړه.»

یاد پخواني طالب چارواکي د اموي خلافت د خلیفه دغه لیک ته په داسې مهال اشاره کړې، چې طالبان له تېرو څلورو کلونو راهیسې د زور او سخت دریځۍ سیاستونه پر خلکو عملي کوي او پر ښځو د زده کړو بندیز ترڅنګ نږدې هره اونۍ پر خلکو په بېلابېلو برخو کې بندیزونه لګوي.

نور خبرونه

رادیو