د جرمني د کورنیو چارو وزیر الکساندر دوبرینت وايي، په اکتوبر میاشت کې به د کورنیو چارو وزارت لوړپوړي چارواکي کابل ته ولاړ شي چې د طالبانو له چارواکو سره له جرمني نه د اېستل کېدونکو افغانانو په تړاو خبرې اترې وکړي.
دوبرینت له بیلډ ام زونټاګ سره په مرکه کې وویل: « افغانستان ته اخراج باید په منظم ډول ترسره شي. له همدې امله موږ اوس په کابل کې مستقیمې خبرې کوو، چې مجرمان او امنیتي ګواښ رامنځته کوونکي کسان په پرلهپسې ډول اخراج شي».
د ده په وینا، تر اوسه پورې خبرې یوازې په «تخنیکي کچه» شوې وې، خو اوس د طالبانو له چارواکو سره مستقیمې کېږي.
د۲۰۲۱کال له اګست وروسته، چې طالبان پر کابل واکمن شوي، جرمني د قطر په همکارۍ دوه ځله افغانان اخراج کړي دي.
سره له دې چې جرمني له طالبانو سره رسمي ډيپلوماټیکې اړیکې نه لري، خو د سیاسي فشار له امله نوی ایتلافي حکومت هڅه کوي د کډوالۍ په برخه کې خپل سخت دریځ عملي کړي.
د جرمني د کورنیو چارو وزارت یادې ورځپاڼې ته ویلي، چې ټاکل شوې ددغه وزارت یو پلاوی په اکتوبر میاشت کې کابل ته سفر وکړي او د طالبانو له چارواکو سره وغږیږي.
د مسیحي دیموکارت اتحاد د کورني سیاست ویاند الکساندر تروم ویلي، چې د دوی لپاره د جرمني د خلکو امنیت مطلق لومړیتوب لري او له همدې امله باید خطرناک بهرني مجرمان د خپلې سزا تر بشپړېدو وروسته په جرمني کې ازاد ونه ګرځي.