تازه خبر

سبا په اسلام اباد کې د افغانستان د سیاسي جریانونو غونډه کیږي

۲۴ دقيقې مخکې

افغانستان انټرنشنل ته سرچینو وویل، چې د افغانستان د مختلفو سیاسي جریانونو غړي سبا په اسلام اباد کې غونډه کوي.

دغه غونډه د پاکستان د یوه افغان او پاکستاني څیړنیز بنسټ په نوښت ترسره کیږي. دې دوه ورځنۍ ناستې ته له ۳۰ ډېر افغان مشران او سیاسي څېرې بلل شوې دي.

د پاکستان د جنوبي اسیا د ستراتیژیک ثبات انسټیټیوټ مشرې ماریا سلطان ویلي، چې ددې غونډې هدف د افغانستان پر وضعیت او سیمه ییزې سولې او ثبات بحث دی او دا به د اسلام اباد پروسې پیل هم وي.

ددې ناستې لپاره لومړی د اګست میاشتې ۲۵مه او ۲۶مه نېټه ټاکل شوې وه، خو وروسته وځنډېده.

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې دا غونډه د دوو ورځو لپاره ترسره کیږي.

دغه غونډه د «ښځې د افغانستان لپاره (WFA) بنسټ او د «د جنوبي اسیا د ستراتېژیک ثبات انسټیټوټ (SASSI) په کوربه توب د «د یووالي او باور پر لور» یا «د اسلام‌اباد خبرې اترې» تر سرلیک لاندې ترسره کیږي.

دغه غونډه په داسې حال کې کیږي، چې د طالبانو حکومت او پاکستان ترمنځ اړیکې ترینګلې دي او پاکستان په دې وروستیو کې پر کابل تورونه ډېر کړي، چې د وسله والو ډلو ملاتړ کوي.

نور خبرونه

رادیو