د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي، په کابل کې د روسیې سفیر دیمیتري ژیرنوف د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر سره په کتنه کې ویلي، چې په اکتوبر کې د مسکو فارمټ په اوومه غونډه کې به د امیرخان متقي په مشرۍ یو پلاوی ګډون وکړي. متقي د ملګرو ملتونو د بندیزونو کمېټې په نوملړ کې دی.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت نن یکشنبه د (تلې ۶مه) د یوې اعلامې په خپرولو سره لیکلي، چې روسیه به طالبان په لومړي ځل د دې فارمټ د غړي په حیث استقبال کړي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په مسکو فارمټ کې ددې ډلې غړیتوب یو مهم او اساسي ګام وباله او هیله یې څرګنده کړه، چې دغه سیمه ییز چوکاټونه د افغانستان او سیمې تر منځ په باورجوړونې او مثبت پرمختګ کې مهم رول ولوبوي.
د یادونې وړ ده، چې د تېر کال د مسکو فارمټ شپږمه ناسته کې چې د اکتوبر پر څلورمه نېټه ترسره شوه، د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي ته د «اصلي مېلمه» په توګه بلنه ور کړل شوې وه.
یادې ناستې ته د ګډون لپاره هند، ایران، قزاقستان، چین، قرغیزستان، پاکستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان ته هم بلنه ورکړل شوې وه.
روسیه یوازینی هېواد دی چې د طالبانو اوسنۍ اداره یې په رسمیت پېژندلې ده او د پخوا په پرتله یې اړیکې ښې شوې دي.
د امیرخان متقي نوم د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو کمیټې په نوملړ کې دی او تر اوسه لا روښانه نه ده، چې هغه به د مسکو د سفر لپاره معافیت ترلاسه کړي او که نه ، خو له دې وړاندې یې پاکستان او هند ته سفرونه له دې امله ونه کړای شول، چې له یادې کمېټې یې معافیت نه و ترلاسه شوی.