د طالبانو عدلیې وزارت ویلي چې د معاملاتو لارښوونې او عریضه لیکونکو د چارو ریاست په وږي میاشت کې په کابل کې د معاملاتو د لارښوونې له ۱۱۶ دفترونو څخه د نظارت په ترڅ کې د معاملاتو لارښوونې ۴۴ دفترونه تړلي دي.
د طالبانو د عدلیې وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د معاملاتو د لارښوونې یاد دفترونه یې د غیر قانوني فعالیتونو له امله تړلي دي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د معاملاتو لارښوونې او د عریضه لیکونکو چارو ریاست په تېره میاشت کې ۱۷۳ کسانو ته د معاملاتو لارښوونې دفترونو د فعالیت جوازونه هم ویشلي دي.
طالبانو تردې وړاندې هم په بېلابېلو ولایتونو کې د معاملاتو لارښوونې لسګونه دفترونه د سرغړونو، لوړو کرایو اخېستلو او قانوني جواز نه لرلو په تور تړلي وو.