د افغان سولې لپاره د امریکا پخوانی استازی زلمي خلیلزاد وايي، طالبان دې پایلې ته رسیدلي چې د امریکایي یرغمل وګړو ساتل شتمني نه، بلکې د اوږو بار ګرځېدلی.
خلیلزاد د بندیانو مساله د امریکا او طالبانو د اړیکو پر وړاندې تر ټولو مهم خنډ بولي، خو هیله ښيي چې په دې برخه کې زر پرمختګ وشي.
زلمي خلیلزاد نن یکشنبه د (تلې ۶مه) پر خپل اېکس ولیکل، چې افغانستان او د امریکا متحده ایالات د خپلو ملي ګټو د پرمخ وړلو لپاره د غوره اړیکو په لټه کې دي، خو پر وړاندې یې یو مهم او بیړنی خنډ زندانیان او یرغمل کسان دي.
خلیلزاد زیاته کړې، « دواړې خواوې هڅه کوي، چې دا خنډونه له مخې لرې کړي او داسې ښکاري طالبان دې ته ځیر شوي، چې له دوی سره اسیر امریکایان د شتمنۍ پرځای، ددوی پر اوږو بار شوي دي».
خلیلزاد وايي، « هغوی سم وايي. له هېواده بهر د بندي امریکایانو په تړاو د ټرمپ د دولت سخت دریځه سیاست له یوې خوا او له طالبانو سره یې تماس بل پلو، په ښکاره ډول په دغه تغییر کې رول لرلی دی».
خلیلزاد هیله ښودلې، چې زر په دې برخه کې پرمختګ وشي.
د یرغمل شویو امریکایانو په چارو کې د ډونالډ ټرمپ استازی ادم بولر، دوه اونۍ وړاندې له زلمي خلیلزاد سره یوځای کابل ته لاړ.
وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې الیزابت اسټیکني له افغانستان انټرنشنل سره په یوه ځانګړې مرکه کې له طالبانو وغوښتل، چې امریکایي بندیان سملاسي خوشې کړي.