د افغانستان د فوټبال فدراسیون رییس د ۱۰ زره ډالرو بډې په غوښتلو تورن شوی

پرون

د افغانستان د فوټبال فدراسیون رییس محمد یوسف کارګر د افشا شویو غږونو له مخې تورن شوی چې په ملي لوبدله کې د یوه لوبغاړي د انتخاب په بدل کې د لس زره ډالرو غوښتنه کوي. کارګر دا تورونه رد کړي او ادعا کوي چې دا خبرې «توطيه او جعلي» دي.

انډیپنډنټ رپوټ ور کړی، چې غږیز ثبتونه ښيي، چې کارګر د استرالیا مېشت لوبغاړي نثار احمد مهمند له ورور سره د پیسو د لېږد په اړه خبرې کوي او ټینګار کوي، چې دا پیسې ده ته نږدې د یو کس حساب ته واستول شي.

د دغو ثبتونو له مخې نوموړی حتا وړاندیز کوي چې پیسې به د ملي لوبډلې د بسپنې تر نوم لاندې ثبت شي.

کارګر چې له ۲۰۱۹ کال راهیسې د فدراسیون مشري کوي، په دغه ثبتونو کې داسې هم اورېدل کېږي چې د لس زره ډالرو پر ځای د پنځه زره ډالرو منلو ته غاړه ږدي او وايي چې د ویزې د لګښت لپاره دې ۱۵۰۰ ډالر نور هم ورزیات شي.

خو کارګر تېره اونۍ په یوه مرکه کې دا تورونه رد کړل او ادعا یې وکړه، چې د استرالیا په یوه لیدنه کې د سپانسرشپ پر موضوع یې خبرې کړې وې، نه د لوبغاړي د اخیستلو.

د ده په وینا، ملي لوبډله کې د لوبغاړو ټاکنه یوازې د سرمربي صلاحیت دی، نه د فدراسیون.

سره له دې، کارګر ومنله چې په خپرو شویو غږونو کې د هغه غږ دی، خو ټینګار یې وکړ چې ټول تورونه "توطيه او جعلي ادعاوې" دي.

رسنیو دا غږونه خپاره کړي او ویلي یې دي چې کارګر د ملي لوبډلې په ترکیب کې د لوبغاړي شاملولو په بدل کې د پیسو غوښتنه کړې ده.

دغه موضوع پراخ غبرګونونه راپارولي، او ځینې سرچینې چې نه غواړي نوم یې څرګند شي، وایي د پیسو غوښتنه د فدراسیون پر حساب نه، بلکې د شخصي حوالې له لارې شوې ده چې "د شفافیت په اړه جدي شکونه" راپورته کوي.

د فیفا ویاند ددغه ترونو په تړاو د پوښتنې په ځواب کې ویلي، چې د اصولو له مخې د دوی قضایي ارګانونه پر احتمالي پلټنو تبصره نه کوي، خو که کومه پرېکړه وشي، نو رسما به یې اعلان کړي.

یوسف کارګر په تېرو وختونو کې هم د فساد له تورونو سره مخ شوی و.

نور خبرونه

رادیو