د افغانستان د خبریالانو مرکز پر طالبانو غږ کړی چې پر رسنیو بندیزونه پای ته ورسوي

۴ ساعتونه مخکې

اطلاعاتو ته د لاسرسي د نړیوالې ورځې په مناسبت د افغانستان د خبریالانو مرکز اطلاعاتو ته د لاسرسي حق پر سیستماتیک کمزوري کولو اندېښنه ښودلې او پر طالبانو یې غږ کړی چې پر رسنیو بندیزونه پای ته ورسوي.

دیاد مرکز موندنې ښيي، چې طالبانو ۲۲ لارښوونې صادرې کړې او رسنۍ یې محدودې کړې دي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز نن یکشنبه د (تلې ۶مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې پر رسنیو د طالبانو محدودیتونه د افغانستان د رسنیو قانون، معلوماتو ته د لاسرسي قانون او نړیوالو نورمونو سره په ټکر کې دي.

د یاد مرکز په اعلامیه کې راغلي، چې اوس په افغانستان کې معلوماتو ته د لاس رسي ځای محرمیت او جبر نیولی او په تیر کال کې د امربالمعروف د قانون له تصویب سره یې شدت موندلی دی.

په دې محدودیتونو کې د لاریونونو، مظاهرو او سیاسي مخالفتونو د رسنیو پوښښ منع کولو ترڅنګ له خپرېدو وړاندې د محتوا کنټرول، پراخ سانسور او د نړیوالو شبکو پر پروګرامونو بندیز شامل دي.

د ښځو پر غږ او ګډون محدودیتونه، په ملي رسنیو کې د ښځینه خبریالانو پر حضور بندیز او په ډرامو کې د ښځو د راڅرګندیدو او یا د نارینه وو تر څنګ په پروګرامونو کې د ښځو پر ګډون هم بندیزونه شامل دي.

د ساکښو انځورونو په خپرولو بندیز ۲۱ ولایتونو ته غځول شوی، چې د لسګونو تلویزیونونو د تړل کېدو لامل شوی دی.

د افغانستان د خبریالانو مرکز په اعلامیه کې دا هم ویلي، چې د نوري فایبر انټرنېټ بندېدو سره انټرنېټ ته د خلکو لاس رسی محدود شوی دی.

دغه مرکز پر طالبانو غږ کوي، چې دا ټول محدودیتونه لغوه اعلان کړي.

دوی همدراز تاییدوي چې اوس مهال د طالبانو په بند کې لږ تر لږه شپږ خبریالان په کابل، غزني او پروان کې بندیان دي.

د خبریالانو مرکز له نړیوالې ټولنې نه د افغان خبریالانو د ملاتړ غوښتنه کړې ده.

نور خبرونه

رادیو