افغان سوکوهونکی میلاد نوري چې د کاناډا په فایټ نایټ سیالیو کې له خپل مکزیکي سیال سره مخامخ شو، په درېیو پړواونو کې له بریا وروسته د لوبې ګټونکی اعلان شو.
نوري د ۵۷ ګیلوګرامه په ګټګورۍ کې له خپل مکزیکي سیال سره لوبه وکړه. نوموړی د افغانستان د ووشو لوبغاړي او د نړۍوال لوبڅار ظاهر نوري زوی دی او درې کاله کېږي، چې په مسلکي ډول د سوکوهنې په رشته کې زدهکړې کوي.