د محمودشاه حبیبي ورور: امریکا هڅه کوي چې ورور مې ډېر ژر د طالبانو له بند څخه خوشې کړي

۳ ساعتونه مخکې

د محمود شاه حبیبي ورور افغانستان انټرنشنل- پښتو ته وايي، د محمود شاه حبیبي د ازادولو لپاره د امریکا د حکومت او طالبانو تر منځ خبرې روانې دي او په وینا یې واشنګټن هڅې کوي، چې هغه هم ژر تر ژره ازاد کړي. دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو نن هم یو امریکایی وګړی ازاد کړ.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست او د امریکايي بندیانو په چارو کې د ټرمپ د استازي تر منځ له نننۍ کتنې وروسته د امیر امیري په نوم یو امریکایی ازاد شو، خو د افغاني الاصله امریکايي محمود شاه حبیبي برخلیک لا تر اوسه نه دی مشخص شوی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیه کې ویلي، دوی د اتباعو مسایلو ته له سیاسي زاویې نه ګوري او زیاتوي، چې د ډیپلوماسۍ له لارې د مسایلو د حل لپاره لارې چارې موندل کېدای شي.

د محمود شاه حبیبي ورور احمدشاه حبیبي له افغانستان انټرنشنل-پښتو سره په خبرو کې وویل: «د امریکا د حکومت مذاکرات له طالبانو سره جریان لري او دوی کوښښ کوي چې زما ورور محمود شاه حبیبي هم ژر تر ژره ازاد کړي.»

د نوموړي په وینا، دمګړی د محمود شاه حبیبي په ګډون ۳ امریکايان له طالبانو سره بندیان دي، خو طالبانو لا تر اوسه په روښانه ټکو د محمود شاه حبیبي د نیونې او برخلیک په تړاو څه نه دي ویلي.

احمد شاه حبیبي زیاتوي: «د امریکا له حکومت سره ټول شواهد او ثبوتونه شته چې هغه [محمود شاه حبیبي] د دوی [طالبانو] په بند کې دی.»

محمد شاه حبیبي چې یو افغان الاصله امریکایی دی، د ۲۰۲۲ کال په اګسټ کې د طالبانو د استخباراتو له خوا په کابل کې د القاعدې د مشر اېمن الظواهري د استوګنې ځای په پیژندلو کې د مرستې په تور نیول شوی دی.

تر دې مخکې د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، طالبان دې پایلې ته رسېدلي، چې د امریکایي یرغمل وګړو ساتل شتمني نه، بلکې د اوږو بار ګرځېدلی.

خلیلزاد د بندیانو مساله د امریکا او طالبانو د اړیکو پر وړاندې تر ټولو مهم خنډ بللی او همداراز یې هیله څرګنده کړې، چې په دې برخه کېبه ډېر ژر پرمختګ وشي.

نور خبرونه

رادیو