د کونړ د کار او ټولنیزو چارو ریاست د څوکۍ ولسوالۍ په دیوه ګلدره کې زلزلهځپلو کورنیو ته د مرستو د رسولو په موخه د بېلابېلو مرستندویه موسساتو له استازو سره د یکشنبې په ورځ (د تلې ۶مه) په همغږۍ غونډه کې له هغوی څخه وغوښتل، چې د سرپناه په ګډون په بېلابېلو برخو کې همکاري وکړي.
د کونړ ولایت لپاره د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو رييس مجیب الله عمر په دې همغږۍ غونډه کې له ټولو ملي او نړۍوالو خیریه بنسټونو او موسسو وغوښتل، چې د وروستیو زلزلو له امله زیانمنو کورنیو ته د سرپناه، کرنې، روغتیا، پوهنې، د څښاک پاکو اوبو، سړکونو، کاري فرصتونو او نورو پرختیايې پروژو د تطبیق په برخو کې همکاري وکړي.
د دغې غونډې په پای کې په افغانستان کې د بشري چارو ناظم اندریکيراټولټ، د اوچا ادارې مرستیاله کېټ کیري، د UNHCR دفتر مشر عرفات جمال، د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق مشر کوربیناانست او په افغانستان کې د نمیک حیدروف د دفتر مشر په خپلو خبرو کې زلزلهځپلو کورنیو ته په بېلابېلو برخو کې د مرستو او همکاريو ټټر وواهه.
د یادونې وړ ده، چې په کونړ او ننګرهار کې د وروستیو زلزلو له امله څه باندې ۲۲۰۰ کسان مړه شوي او شاوخوا ۳۶۰۰ کسان ټپیان شوي دي.