د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د امریکايي بندیانو په چارو کې د ټرمپ له استازي سره کتلي او د امیر امیري په نامه یې یو امریکایی وګړی خوشې کړی.
د طالبانو بهرنیو چارو وزارت وايي، دوی د اتباعو مسایلو ته له سیاسي زاویې نه ګوري او د ډیپلوماسۍ له لارې د مسایلو حل موندل کېدای شي.
د طالبانو بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې وویل، چې دوی د اتباعو مسایلو ته له سیاسي زاویې نه ګوري او په ډاګه کوي، چې د ډیپلوماسۍ له لارې د مسایلو د حل لپاره لارې چارې موندل کېدای شي.
امیر خان متقي د امریکايي بندي د خلاصون د اسانچارۍ په برخه کې د قطر دولت د رول مننه کړې ده.
طالبان وايي،د ولسمشر ټرمپ استازي د امريکايي تبعه د خلاصون له پرېکړې هرکلی کړی دی.
اعلامیه وايي، چې اډم بولر د طالبانو او امريکا متحده ايالتونو ترمنځ د خبرو پخوانی پړاو رغنده وباله او هيله يې څرګنده کړه چې پاتې مواردو باندې به هم خبرې دوام پيدا کړي.
دغه امریکایی تبعه په داسې حال کې خوشی کیږي، چې د افغان امریکايي وګړي حبیبي په اړه تراوسه طالبانو هیڅ اقدام نه دی کړی.