طالبانو په خوست کې ۳ کسان په عام محضر کې په دُرو ووهل

۱ ساعت مخکې

طالبانو د خوست په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې ۳ کسان د «اخلاقي فساد او نامشروع اړیکو» په تور په عام محضر کې په ۳۰ – ۳۰ دُرو وهلي دي.

د طالبانو سترې محکمې د یکشنبې په ورځ (د تلې ۶مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې یاد کسان په ۳- ۳ میاشتو تنفیذي بند هم محکوم شوي دي.

د خبرپاڼې له مخې، دغه کسان د نادرشاه کوټ ولسوالۍ د ابتدایې محکمې د پرېکړې او د سترې محکمې له تاییدۍ وروسته په دُرو وهل شوي او همداراز بندیان شوي دي.

نور خبرونه

رادیو