د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د امریکایي وګړي امیر امیري د خوشې کېدو هرکلی کړی. یاد وزارت ویلي، چې ولسمشر ټرمپ به تر هغه ارام ونه کړي څو د افغانستان له بندخونو خپل بندي وګړي ازاد نه کړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ (د تلې ۶مه) په افغانستان کې د خپل امریکايي وګړي د خوشې د هرکلي په خبرپاڼه کې د قطر له رول څخه هم مننه کړې.
په خبرپاڼه کې راغلي: «د امریکايي وګړي امیر امیري چې په ناحقه په افغانستان کې بندي وو، د خوشي کېدو هرکلی کوو، موږ په دې برخه کې د قطر د قوي ملګرتيا او ډیپلوماتیکو هڅو او رول څخه هم مننه کوو.»
په خبرپاڼه کې راغلي، چې یو شمېر نور امریکايي وګړي لا هم په افغانستان کې ناحقه بندیان دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو هم په دې اړه پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي، چې حکومت یې په افغانستان کې د نورو امریکايي وګړو په خوشې کېدو کې جدي دی.
نوموړي لیکلي: «حکومت او ولسمشر ټرمپ به تر هغه وخته ارام و نه کړي، څو پورې چې زموږ ټول بندیان وطن ته راستانه شوي نه وي.»
نن د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د امریکايي بندیانو په چارو کې د ټرمپ له استازي سره کتلي او د امیر امیري په نامه یې یو امریکایی وګړی خوشې کړی.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي، دوی د اتباعو مسایلو ته له سیاسي زاویې نه ګوري او د ډیپلوماسۍ له لارې د مسایلو حل موندل کېدای شي.
دغه امریکایی وګړی په داسې حال کې خوشې کېږي، چې د افغان امریکايي وګړي محمود شاه حبیبي په اړه تراوسه طالبانو هېڅ اقدام نه دی کړی.