طالبانو یو ځل بیا له موسسو وغوښتل چې خپل فعالیتونه له دوی سره په همغږۍ ترسره کړي

۲ ساعتونه مخکې

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت مرستیال محمد زاهد احمدزي د یو شمېر ملي او نړۍوالو موسسو له استازو سره په کتنه کې له هغوی څخه وغوښتل، چې خپل فعالیتونه د کار او ټولنیزو چارو له وزارت سره په همغږۍ ترسره کړي، څو په چارو کې غوره والی او اسانتیاوې رامنځته شي.

په دغې همغږۍ غونډه کې چې له ګاونډیو هېوادونو څخه راستنېدونکو هېوادوالو ته د کارموندنې په موخه د یکشنبې په ورځ (د تلې ۶مه) په یاد وزارت کې جوړه شوې وه، دVAF, OHW,CHA, ZFA, AADA, ICSSO, HI او NRC ملي او نړۍوالو موسسو استازو ګډون درلود.

محمد زاهد احمدزي په دې غونډه کې وویل، دوی هڅې کوي چې له ګاونډیو هېوادونو څخه راستنېدونکو هېوادوالو ته د اوسېدو ځای، په ځانګړو برخو کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو او په هېواد کې ورته کاري فرصتونه برابر کړي.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دې غونډه کې د یادو موسسو استازو د راستنېدونکو افغانانو د لاسنیوي په موخه د لنډ مهاله او اوږد مهاله پروژو یادونه وکړه او زیاته یې کړه، چې له راستنېدونکو افغانانو سره به په بېلابېلو برخو کې همکاري وکړي.

نور خبرونه

رادیو