د قطر د بهرنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې دوی د طالبانو له بند څخه د امریکايي وګړي امیر امیري په خوشې کېدو کې منځګړیتوب کړی دی. یاد وزارت زیاته کړې، چې امیر اميري دا مهال دوحې ته را روان دی او وروسته به خپل هېواد ته ولاړ شي.
د قطر دولتي خبري اژانس (کیو اېن اې) د بهرنیو چارو وزارت د دولت وزیر محمد بن عبدالعزیز بن صالح الخلیفي له قوله د طالبانو او د امریکا د ښې همکارۍ مننه کړې.
د دولت وزیر په افغانستان کې د امریکايي وګړي امیر امیري خوشې کېدو ته په اشارې لیکلي: «دا یو مهم او هڅوونکی ګام دی، ترڅو د ښکېلو لوريو ترمنځ د مستقیمو خبرو او اړیکو لارې پياوړې او د تفاهم فضا جوړه شي.»
نوموړي زياته کړې، چې قطر د شخړو، اختلافاتو او پېچلو نړۍوالو مسایلو په حل کې خپل منځګړی رول فعال ساتي.
قطر دا ډول هڅې د خپلي بهرنۍ پالیسۍ برخه یادوي.
نن د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د امریکايي بندیانو په چارو کې د ټرمپ له استازي سره کتلي او د امیر امیري په نامه یې یو امریکایی وګړی خوشې کړی.
قطر د طالبانو او نړۍ ترمنځ د پله حیثیت لري او له دې ډلې سره نږدې اړیکې پالي.