په جینوا کې د ملګرو ملتونو لپاره د افغانستان دایمي استازي نصیر احمد اندېشه په خپلې اېکسپاڼې د SASSI پوهنتون لوګو لرونکی انځور چې په ظاهره د اسلاماباد د سبانۍ غونډې بلنلیک ښکاري په خپرولو سره ویلي، که د طالبانو واکمني دوام وکړي، نو سیمه به د نړۍوالې ترهګرۍ مرکز شي.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې افغانستان انټرنشنل ته سرچینو ویلي و، چې د افغانستان د بېلابېلو سیاسي جریانونو د غړو په ګډون به سبا (دوشنبه د تلې ۷مه) په اسلام اباد کې «د یووالي او باور پر لور» ترسرلیک لاندې غونډه جوړه شي. دغه دوه ورځنۍ غونډه د یوه افغان او پاکستاني څېړنیز بنسټ په کوربتوب ترسره کېږي.
سبا په اسلام اباد کې د افغانستان د سیاسي جریانونو غونډه کیږي | افغانستان انټرنشنل پښتو
نصیر احمد اندېشه بیا په خپلې اېکسپاڼې دا نه دي ویلي، چې په یاده غونډه کې به ګډون کوي او که نه، خو زیاته کړې یې ده: «له تېرې نیمې پېړۍ راهیسې د افغانستان او پاکستان اړیکو ډېرې لوړې او ژورې درلودې او له امله یې په دواړو هېوادونو کې د نیابتي جګړو، بې وزلۍ او افراطیت اور بل شوی دی.»
هغه د یکشنبې په ورځ (د تلې ۶مه) په خپلې اېکسپاڼې لیکلي، که له تېرو تجربو زده کړې شوې وي، نو کېدای شي چې د دواړو هېوادونو تر منځ داسې نوی فصل پرانېستل شي، چې ټول ګډونوالي، ډيموکراټيک حاکمیت، ازادې سوداګرۍ، ټرانزیت، متقابل درناوي او روښانه راتلونکې ته لاره هواره کړي.
اندېشه همداراز ویلي، ګنې د طالبانو د واکمنۍ په دوام سره به «سیمه د نړۍوالې ترهګرۍ، تاوتریخوالي، افراطیت او د کډوالو د وتلو پر مرکز بدله شي.»
په اسلاماباد کې سبانۍ غونډه د «ښځې د افغانستان لپاره (WFA) بنسټ» او «د سوېلي اسیا د ستراتېژیک ثبات انسټیټوټ (SASSI) » په کوربه توب پیلېږي او دغې غونډې ته شاوخوا ۳۰ افغان سیاستوال بلل شوي دي.
د یادونې وړ ده، دغې غونډې لپاره چې موخه یې د افغانستان پر وضعیت او سیمه ییزې سولې او ثبات بحث دی، لومړی د اګسټ میاشتې ۲۵مه او ۲۶مه نېټې اعلان شوې وې، خو له ګڼو غبرګونونو وروسته وځنډېده.