د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پرون (د تلې ۴مه) پر خپله اېکس پاڼه د اسلامي همکاریو سازمان کلنۍ غونډې ته د اسحاق ډار وینا خپره کړې ده. په دې وینا کې راغلي، چې افغانستان اوس هم زموږ لپاره لویه اندېښنه ده.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر او لومړي وزیر مرستیال اسحاق ډار پرون د اسلامي همکاریو سازمان کلنۍ غونډې ته د وینا پر مهال وویل، چې افغانستان اوس هم د پاکستان لپاره لویه اندېښنه ده.
ډار زیاته کړې چې باید ژر تر ژره د پاکستان او افغانستان اړیکې عادي حالت ته راوګرځول شي.
هغه ویلي: « د افغانستان لپاره بشري مرستې ډېرې کمې شوي دي، موږ په ورته وخت کې له طالب واکمنو څخه هم غوښتنه کوو، چې د بشري حقونو درناوی وکړي او د خپل حکومت په تشکیل کې سیاسي مشارکت تضمین کړي».
ډار په خپله وینا کې زیاته کړې، باید طالبان هیڅچا ته اجازه ور نه کړي، چې د افغانستان خاوره د ترهګرۍ لپاره استعمال کړي.
ډار ویلي، که طالبان په افغانستان کې د ترهګرو ډلو پر فعالیتونو بندیز ولګوي، پاکستان به د خوندي، باثباته او هوسا افغانستان ملاتړ ته دوام ورکړي.
که څه هم د طالبانو مشر د خپلې واکمنۍ د څلورمې کلیزې په مناسبت په خپلو خبرو کې وویل، چې د دوی حکومت نور سرپرست نه دی، خو اسحاق ډار بیا هم د طالبانو د حکومت لپاره د موقت کلمه کارولې ده.