د پاکستان پخوانی لومړی وزیر عمران خان چې اوس په زندان کې دی، پرون (د تلې ۴مه) پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې زما د حکومت پر مهال له افغانستان سره اړیکې ښې وې او په پښتونخوا کې هم امنیت ټینګ و. عمران خان زیاتوي: «ما څو څو ځله ویلي چې په پښتونخوا کې پوځي عملیات د حل لاره نه ده».
عمران خان په تیراه کې د پاکستان وروستیو بمباریو کې د ملکي خلکو وژلو ته په اشارې سره ويلي، چې د ملکيانو وینې تویول ترهګرۍ ته لار اواروي. هغه وايي، چې باید د پوځي عملیاتو پر ځای د مذاکراتو لاره غوره شي.
عمران خان چې دا مهال له خپلې مېرمنې سره په زندان کې تر سخت څار لاندې ساتل کېږي څو ځله نور هم د پاکستان پر پوځ او د شهباز شریف په حکومت نیوکه کړې، چې په پښتونخوا کې ملکي خلک وژني او دغه ډول له افغانستان سره په لوی لاس اړیکې خرابوي.
مخکني لومړني وزیر څو ځله له پاکستان څخه د افغان کډوالو ډله ییز او جبري شړلو ته هم ګوته نیولې ده.