د افغانستان ازادۍ جبهې په تخار ولایت کې د طالبانو پر یوې قرارګاه راکټي برید کړی

۴۶ دقيقې مخکې

د افغانستان ازادۍ جبهې پرون جمعه (د تلې ۴مه نېټه) پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې د پنجشنبې په ورځ یې د تخار ولایت په خواجه بهاءالدین ولسوالۍ کې د طالبانو پر یوه قرارګاه راکټي برید کړی، چې په پایله کې یې دوه طالبان وژل شوي، خو سرچینو ویلي، چې په دې برید کې چا ته زیان نه دی اوښتی.

په اعلامیه کې راغلي، چې دې جبهې پنجشنبه د شپې ۱۰ بجې د تخار ولایت په خواجه بهاءالدین ولسوالۍ کې د طالبانو پر یوه قرارګاه راکټي برید کړی، چې دوه طالبان یې وژلي او د ټپيانو په اړه معلومات نه لري.

سیمه‌ییزو سرچینو له افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې منلې، چې پر دې قرارگاه لږ تر لږه درې راکټونه لګېدلي، خو په دې برید کې چا ته زیان نه دی اوښتی. سرچینې دا هم ویلي، چې قرارګاه ته نژدې کلي کې اور لګېدلی دی.

د افغانستان ازادۍ جبهې په اعلامیه کې زیاته شوې، چې د دې برید اصلي هدف د عبدالملک تاتار کور و. عبدالملک تاتار د پخواني حکومت د پولیسو قوماندان و، چې اوس طالبانو د هغه په کور کې قرارګاه جوړه کړې ده.

طالبانو تر اوسه د دې راکټي برید په اړه څه نه دي ويلي.

نور خبرونه

رادیو