د امریکا په کلفورنیا ایالت کې یوې ځايي محکمې د افغان ژباړن سید ناصر نوري د خوشې کېدو امر کړی دی. نوموړی څه باندې درې میاشتې وړاندې په امریکا کې د قانوني اسنادو د نه لرلو په تور نیول شوی.
قاضي ویلي چې له مخکینۍ خبرتیا وړاندې د دغه افغان ژباړن د بشري پیرول لغوه کېدل د نوموړي د عادلانه محکمې حق تر پښو لاندې کوي.
نوري په خپلو اسنادو کې ویلي چې د طالبانو له احتمالي غچ اخیستنې وېریږي ځکه چې د امریکايي ځواکونو ژباړن پاتې شوی او د کورنۍ یو غړی یې د طالبانو لخوا وژل شوی هم دی.