د ترکیې د آیدین ولایت د دیدیم ښار په سیمه کې یوه کښتۍ ډوبه شوې ده. د کښتۍ کې د ناستو ۴۵ کډوالو له ډلې څخه یوه افغانه مېرمن او د هغې درې کلن زوی مړ شوی او نور کډوال ژغورل شوي دي.
دغه پوقانه غوندي بادي کښتۍ د خرابي هوا او سمندر څپانده کېدو له امله واوښته. په دې پېښه کې یوه ۳۰ کلنه افغانه مېرمن سویتا مجيدي او د هغې درې کلن زوی احمد مړ شوی او پاتې کډوال ژغورل شوي دي.
د سیمهییزو چارواکو په وینا، له خبر سره سم د ترکیې ساحلي او روغتیایي ځواکونو ډلهد پېښې ځای ته ورسېدل او د کډوالو د ژغورنې عملیات یې پیل کړل.
د افغان مېرمنې او هغې د ماشوم مړي روغتیایي مرکز ته وړل شوي او نور کډوال د قانوني څېړنې له پاره د آیدین ساحل امنیې قوماندانۍ ته بېول شوي دي.
هر کال ډېر افغانان د ترکیې او یونان پر سمندري لارو اروپا ته د تلو پر مهال د مرګ، نیول کېدو او بیرته افغانستان ته د شړل کېدو له ګواښ سره مخ کېږي.