ډیپلوماټیکو سرچینو د جمعې په ورځ افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې ټاکل شوې د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق خان په راتلونکو څو ورځو کې ایران ته ولاړ شي. نوموړی به د دې سفر پر مهال له ایراني چارواکو سره وویني او د افغانستان په تړاو به خبرې ورسره وکړي.
محمد صادق خان داسې مهال ایران ته سفر کوي، چې په پښتونخوا او بلوچستان ایالتونو کې د ناامنیو له امله د طالبانو او پاکستان اړیکې ترینګلي شوي دي. پاکستان طالبان تورنوي، چې پاکستاني طالبانو ته یې پناه ورکړې ده.
پرون د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې د غونډې په ترڅ کې د پاکستان، روسیې، چین او ایران چارواکو هم سره لیدلي او په دې ناسته کې یې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو پر موجودیت اندېښنه ښودلې وه.
دې څلورو هېوادونو د القاعده، داعش، پاکستاني طالبانو تحریک، ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ، بلوڅ بېلتون پالو او جیشالعدل په څېر ترهګرو ډلو د فعالیتونو په اړه جدي اندېښنه څرګنده کړې او له طالبانو یې غوښتي وو، چې له توپير پرته او په کلکه د دې ډلو پر ضد مبارزه وکړي او هغوی ته اجازه ور نه کړي، چې د افغانستان خاوره د ګاونډیانو او سیمې پر ضد وکاروي.
صادق خان دغه همدا راز د تلې د میاشتې پر څلورمه نېټه په اسلام آباد کې د روسیې له سفیر آلبرټ خورف سره هم لیدلي او په افغانستان کې یې د پټو شویو ترهګرو ډلو په اړه یې خبرې ورسره کړې دي.
صادق خان پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې دې لیدنه کې په افغانستان کې د نړیوالو او سیمهییزو ترهګرو ډلو سره پر ګډه مبارزه ټینګار وشو.
تر دې مخکې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار هم ویلي و، چې دوی تر ۲۰ ډېرو هغو ترهګرو ډلو په اړه اندېښمن دي، چې د افغانستان له خاورې څخه د پاکستان پر ضد کار اخلي. ډار زیاته کړې، چې په دې ترهګرو ډلو کې ځینې یې له القاعده شبکې سره همکاري کوي.