د ایرلنډ لومړي وزیر طالبان د بشري حقونو د نقض له امله وغندل

۴۶ دقيقې مخکې

د ایرلنډ لومړي وزیر میشل مارټین د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبلې کې د وینا پر مهال په طالبانو د بشري حقونو د نقض له امله سختې نیوکې کړي.

هغه وویل، طالبان په افغانستان کې د بنسټیزو حقونو، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د حقونو، له پامه په غورځولو کې مسول دي.

مارټین ټینګار وکړ چې طالبان دنده لري د بشري حقونو د خوندیتوب ډاډ ورکړي. نوموړي زیاته کړه: «ایرلنډ د هغو نړیوالو هڅو ملاتړ کوي چې د بشري حقونو د نړیوالو ژمنو او معیارونو د کمزوري کولو پر وړاندې مبارزه کوي.»

د ایرلنډ لومړي وزیر همدارنګه یادونه وکړه چې د جنسي اقلیتونو حقونه باید په رسمیت وپېژندل شي. هغه د بشري حقونو په نړیوال او فردي ماهیت ټینګار وکړ او څرګنده یې کړه چې هېڅوک د دې له ارزښتونو مستثنی کېدای نه شي.

ښاغلي مارټین اعلان وکړ چې هېواد یې د ۲۰۲۷څخه تر ۲۰۲۹کلونو پورې د بشري حقونو شورا د غړیتوب لپاره نوماندی وړاندې کوي، څو د خپلو ژمنو عملي کولو ته دوام ورکړي.

نوموړي په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې جګړې او تاوتریخوالی تل د بشریت د ناکامۍ څرګندونه کوي. د هغه په وینا، د شخړو ناوړه پایلې د انسانانو د ژوند له منځه تلو، اقتصادي پرمختګ د ورانېدو او د ټولنیزو درزونو په رامنځته کېدو کې څرګندېږي.

د ایرلنډ لومړي وزیر همدارنګه د نړیوالې همکارۍ او د ملګرو ملتونو د ملاتړ پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل: «نړۍ باید هېڅکله اجازه ور نه کړي چې زور پر حق غلبه وکړي.»

نور خبرونه

رادیو