قزاقستان نږدې ۹۵۲ زره ټُنه خوراکي او غیر خوراکي بلا عوضه مرستې د هرات په تورغونډۍ بندر کې د طالبانو له پېښو سره د مبارزې چمتووالي ادارې ته وسپارلې.
د قزاقستان استازي د دغو مرستو د سپارلو په مراسمو کې ویلي، د افغانستان خلک له ماشومانو نیولې تر زړو ټول یې مرستو ته اړتیا لري.
د طالبانو له پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ادارې د خبرپاڼې له مخې، قزاقستان د جمعې په ورځ (د تلې ۴مه) ۹۵۱ زره او ۹۰۶ ټُنه خوراکي او غیر خوراکي بلاعوضه مرستې د هرات په تورغونډۍ بندر کې د دغې ادارې مسوولینو ته وسپارلې.
په دغو مرستو کې ۸۰۰,۱۵۰کیلو اوړه (۱۶۰۰۳ بورۍ ۵۰ کیلویي)، ۱۰۰۲ بستې غوښه، ۶۵,۱۵۰ کیلو بوره (۱۲۹۹ بورۍ ۵۰ کیلویي)، ۷۲۰ بوجۍ ۲۵ کیلویي چای، ۱۹۰۰ تختې کمپلې، ۴۲۴ بابه ۱۰ کسیزه خیمې او ۷۶ژمنۍ خیمې شاملې دي.
د قزاقستان استازي د دغو مرستو د سپارلو پر مهال وویل، «د افغانستان خلک له ماشومانو، ځوانانو او زاړه نسل څخه ټول مرستو ته اړتیا لري او د نن ورځې د خوراکي او غیرخوراکي مرستو دا جوپه د دواړو هېوادونو د دوستانه اړیکو او نېک نیت ښکارندویه ده.»
له دې سره سم، د طالبانو له پېښو سره د مبارزې ادارې استازو په دې مراسمو کې وویل، دغه مرستې د دغې ادارې د هڅو او د دوی د بهرنیو چارو وزارت په همغږۍ ترلاسه شوي او زیاته یې کړه، «دغه مرستې به پر وخت د مستحقو خلکو لاس ته ورسېږي.»
دا په داسې حال کې ده چې له پاکستان او ایران څخه د یو مخیزې اېستنې له امله په کور دننه د بې وزلۍ کچه لوړې شوې او همداراز د زلزله ځپلو وضعیت ته د نه رسېدنې له امله اندېښنې زیاتې شوي او ډېری کورنۍ را روان ژمي ته سخت اندېښمن دي او له اړوندو بنسټونو د مرستو غوښتنه لري.