اروپایي ټولنې د افغانستان لپاره نوی ځانګړی استازی وټاکه

۵۲ دقيقې مخکې

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې استازولۍ نن د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې «ژیل برټران»د دې ټولنې له خواد نوي ځانګړي استازي په توګه ټاکل شوی دی.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د نوموړي ټاکنه په داسې وخت کې شوې ده چې افغانستان د سیاسي، ټولنیزو او بشري حقونو له جدي ننګونو سره مخ دی او د اروپايي ټولنې لپاره د افغانانو سره د اړیکو او ملاتړ پیاوړتیا ځانګړی اهمیت لري.

د استازولۍ په وینا، د برټران رول به د افغانانو او نړیوالې ټولنې ترمنځ د تعامل په پیاوړي کولو کې مهم وي.

ژیل برټران د فرانسې یو تجربه لرونکی ډیپلومات دی. هغه مخکې هم د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې د استازولۍ غړی پاتې شوی او له افغانستان سره د کار عملي تجربه لري. نوموړی له ۲۰۲۱کال راهیسې د کلمبیا لپاره د اروپايي ټولنې د سفیر په توګه کار کاوه.

برټران نږدې ۲۰کاله د اروپايي ټولنې په بېلابېلو برخوکې، په ځانګړي ډول د بهرنۍ تګلارې او نړیوالو اړیکو په برخه کې دنده ترسره کړې ده. د ده مسلکي مخینه او د سیمې پېچلتیاوو سره بلدیت هغه ته ځانګړې وړتیا ورکوي چې د اروپايي ټولنې د استازیتوب مسوولیتونه په اغېزمن ډول پرمخ یوسي.

نوی استازی د توماس نیکلسون ځای ناستی کیږي. نیکلسون هغه مهال د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی ټاکل شوی و چې طالبانیو ځل بیا پر افغانستان واکمن شول. د هغه دنده تر ډېره د اروپايي ټولنې دریځ څرګندول او له نړیوالې ټولنې سره د همغږۍ هڅې کولې.

د اروپايي ټولنې چارواکي ټینګار کوي چې دغه بدلون به د افغانستان په تړاو د اتحادیې د بهرنۍ تګلارې د دوام او اغېزمنتیا په برخه کې نوې ساه ورکړي او د افغانانو د حقونو، بشري وضعیت او نړیوال تعامل د ملاتړ په برخه کې به مثبت بدلونونه رامنځته کړي.

نور خبرونه

رادیو