د تلې ۵مه د پخواني ولسمشر ډاکټر نجیب د وژنې له ۲۹م تلین سره برابره ده

۵۸ دقيقې مخکې

د افغانستان پخوانی ولسمشر ډاکټر نجیب الله او ورور یې شاپور احمدزی له نن څخه پوره ۲۹ کاله مخکې (د ۱۳۷۵ کال دتلې په ۵مه – د ۱۹۹۶ کال د سپټمبر په ۲۷مه) د طالبانو له لوري تر وژنې وروسته د کابل په اریانا څلور لارې کې په دار وځړول شو.

ډاکټر نجیب د حکومت له پرېښودو وروسته په کابل کې د ملګرو ملتونو دفتر ته پناه وړې وه او له خپل ورور سره یو ځای له شاوخوا څلورو کلونو راهیسې هلته اوسېده، خو د ۱۳۷۵ کال د تلې په پنځمه د برهان الدین رباني په مشرۍ دولت د طالبانو له لوري رانسکور او کابل د طالبانو له لوري ونیول شو.

د راپورونو له مخې، طالبانو تر ټولو لومړی په کابل کې د ملګرو ملتونو پر دفتر یرغل وکړ او پخوانی ولسمشر ډاکټر نجیب الله او ورور یې شاپور احمدزی ووژل او بیا یې د کابل ښار په اریانا څلور لارې کې په وینو لړلي جسدونه په دار وځړول.

طالبانو له هغې ورځې تر اوسه د ډاکټر نجیب د وژنې د لامل او څرنګوالي په تړاو بشپړ توضیحات نه دي ورکړي او د هغه کورنۍ هم په وار وار د دغې پېښې د روښانه کېدو لپاره د کره او بې پرې څېړنو غوښتنه کړې، خو لا تر اوسه دغه چاره نه ده ترسره شوې.

ډاکټر نجیب الله د افغانستان د خلق ډيموکراتیک ګوند د پرچم څانګې غړی و او بیا وروسته یې د وطن په نوم یو ګوند هم جوړ کړ. هغه د ۱۹۸۶څخه تر ۱۹۹۲ کال پورې د افغانستان ولسمشر و. د هغه حکومت د پخواني شوروي له ملاتړه برخه‌من و.

نوموړی له ولسمشرۍ مخکې د هغه وخت د دولتي امنیت خدمتونو یا خاد (د استخباراتو) ادارې رييس هم و.

د ډاکټر نجیب له وژنې ۲۹ کاله تېرېږي خو لا هم په افغانستان کې دننه او بهر ګڼ پلویان او مخالفین لري خو بیا هم تل د یوې اغېزناکې څېرې په توګه ترې یادونه کېږي.

نور خبرونه

رادیو