د طالبانو کورنیو چارو وزارت: داعش د افغانستان بهر تنظمیږي او دلته مهار شوي دي

۲ ساعتونه مخکې

د طالبانو کورنیو چارو وزارت ویاند ویلي، داعش ډله په افغانستان کې مهار شوې او دغه ډله د هېواد څخه بهر تنظميږي.

د ملګرو ملتونو د توندلارو ډلو د څارنې کميټې پخوانی همغږي کوونکي «هانس یاکوب شنډلر»اندېښنه ښودلې وه، چې د کډوالو د ناسم مدیریت له کبله د داعش غړي‌ افغانستان ته داخليږي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع د جمعه په ورځ ویلي، چې داعش په افغانستان کې مهار شوی دی.

نوموړي‌ د کډوالو په نوم افغانستان ته د داعش د غړو ننوتل رد کړه او د اندېښنې تر څنګ یې زياته کړه. «دوی په دې اړه اندېښنه لري چې ښايي د داعش غړي له ګاونډیو هېوادونو د کډوالو په توګه هېواد ته راشي، خو زموږ امنیتي او کشفي ځواکونه پر سرحدونو څارنه لري او د دې کار اجازه به ور نه کړل شي.»

قانع ویلي، چې داعش ډله افغانستان کې مهار شوې او د بیا راتګ اجازه نه ورکول کېږي.

د هغه په خبره، چې داعش د افغانستان د پولو بهر دي:« د داعش په څېر فتنه زېږوونکو عناصرو په اړه باید ووایم، دا ډله د افغانستان په داخل کې په بشپړ ډول مهار شوې او د افغانستان خلکو ته هېڅ ډول ګواښ نه شي پېښولی. البته دا هم ټولو ته څرګنده ده چې د داعش کنټرول د افغانستان له پولو بهر دی او له نورو ځایونو تنظیمېږي.»

یو شمېر ډيپلوماټيکو او امنیتي سرچینو «فرانس پریس» ته ویلي، چې د پاکستان او ایران څخه افغانستان ته د میلیونونو کډوالو د ستنېدو په بهیر سره د داعش ډلې د پياوړې کېدو وېره شته.

د ملګرو ملتونو د توندلارو ډلو د څارنې کميټې پخوانی همغږی کوونکی هانس یاکوب شنډلر ویلي: «دا ګواښ ډېر لوی دی، چې داعش دې له دې نوي راغلیو افغانانو څخه د استخدام د سرچینې په توګه کار اخلي.»

یو شمېر رسنیو راپور ورکړی، چې د داعش سیمه ییزه توندلاره ډله د افغانستان په ختيځ کې ځای لري، چې ځيني بریدونه هم تر سره کوي او د طالبانو حکومت او سيمې لپاره ګواښ هم ګڼل کيږي.

شنډلر زیاتوي: «له ۲۰۲۱ د اګست راهیسې، دغه ډله د ناراضه طالبانو او هغو افغانانو استخدام ته دوام ورکوي چې د طالبانو برخه نه دي.»

نور خبرونه

رادیو