مهاجر فراهي:د لرې او نږدې غلیمانو د نوک ځواب په سوک ورکوو

۳۸ دقيقې مخکې

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو مرستیال مهاجر فراهي پرته له دې د کوم هېواد نوم واخلي وایي، د لرې او نږدې غلیمانو د «نوک» ځواب به په «سوک» ورکړي. همدا څو ورځې مخکې د امریکا ولسمشر په افغانستان کې د بګرام هوايي اډه د ورسپارلو غوښتنه کړې ده.

مهاجر فراهي د جمعې په ورځ (د تلې ۴مه) په خپله اېکس پاڼه پرته له دې چې د کوم هېواد او یا شخص نوم واخلي هغو کسانو ته چې غواړي د نورو په مټ دلته اور ته لمن ووهي خبرداری ورکړی چې د هېواد د دفاع لپاره د پرون او وړمې ورځې په څېر چمتو دي.

د امریکا ولسمشر د تېرې اونۍ په ترڅ کې څو ځلي ګواښ وکړ چې غواړي په افغانستان کې د بګرام هوايي اډه تصرف کړي او همداراز یې طالبانو ته خبرداری ورکړ که ژر دا کار ونه شي، نو «بدې پېښې به رامنځته شي.»

فراهي پرته له دې چې دغو مسایلو ته اشاره وکړي زیاته کړې، «هغه چې زموږ اوسنی امنیت او پرمختګ نه سي زغملای، غواړي یو ځل بیا د نورو د مټو په زور دلته اور ته ببوزی ووهي، په خلاصو غوږو دې واوري موږ د خپل هېواد د دفاع لپاره د پرون او وړمي ورځي په څېر چمتو یو.»

هغه همداراز پرته له دې چې د کوم هېواد او یا هم شخص نوم واخلي د «غلیمانو» د یادونې په ترڅ کې ګواښ کړی چې د «نوک» ځواب به په «سوک» ورکړي.

فراهي په ډاګه ویلي، «د لرې او نزدې غلیمانو د نوک ځواب به په سوک ورکوو.»

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو د بګرام د اډې د غوښتنې په تړاو د امریکا د ولسمشر غوښتنه رد کړه او په ډاګه یې وویل، هېڅکله به هم د بګرام هوايي اډه چاته ورنکړي او په دې اړه یې د ولسمشر ټرمپ څرګندونې «له کرکې ډکې» وبللې.

نور خبرونه

رادیو