د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د وینا پرمهال له طالبانو وغوښتل چې د بشري حقونو او د ښځو حقونو ته درناوی وکړي او ډاډ ورکړي چې د افغانستان له خاورې به د هېڅ هېواد پر ضد کار نه اخېستل کېږي.
شهباز شریف په دغه غونډه کې د ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره د پاکستان هڅو ته په اشاره وویل:« موږ تر هر چا ډېر د تروریزم د مهار لپاره هڅې کړې دي او په وړاندې مو یې سنګر نیولی دی، دا هڅې باید په رسمیت و پېژندل شي.»
په ورته مهال د پاکستان لومړي وزیر په بلوچستان کې د جعفر اېکسپریس پر اورګاډي برېد ته په اشاره پر نړیوالې ټولنې غږ وکړ چې د هغو ډلو پرضد اقدام وکړي چې د نوموړي په وینا له افغانستان نه فعالیت کوي.
نوموړي زیاته کړه چې پاکستان د افغانستان د بیارغونې او بشردوستانه مرستو په برخه کې هڅې کوي، خو د طالبانو څخه تمه لري چې د خلکو اساسي حقوق تضمین کړي.
شهباز شریف د خپلې وینا پرمهال د اسلام اباد او نوي ډیلي د اړیکو په اړه وویل، چې د هند تر وروستي برېد وروسته د هند تر ولکې لاندې کشمیر په پهلګام کې پاکستان اووه هندي جنګې الوتکې نسکورې کړې دي.
شهباز شریف زیاته کړه:«څو اړخیزه پالنه یو انتخاب نه بلکې یو اړینه اړتیا ده، پاکستان د خبرو له لارې په همکارۍ او د اختلافاتو په حل ټینګار کوي، خو د هر بهرني یرغل په وړاندې به قاطع عمل وکړي.»
شریف له هند سره د جنجالي مسایلو په اړه جدي خبرو ته چمتوالی وښود.
د پاکستان لومړي وزیر د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د وینا پر مهال د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ څخه دوه ځله مننه وکړه هغه یې د «سولې سړی» وباله.
نوموړي د خپلې وینا پر دوام د فلسطین په رسمیت پېژندنه وستایله او وايي، چې د فلسطین اوسنی وضعیت د نړیوالې ټولنې «اخلاقي ناکامي» ده.