په روسیه کې د معاصرو ایراني مطالعاتو د مرکز مشر رجب صفروف وايي، چې د مسکو لخوا د طالبانو رسمیت پیژندلو هېڅ پایله نه ده ورکړې. نوموړي افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې روسیې تمه لرله نور هېوادونه به هم د طالبانو رژیم په رسمیت وپېژني، خو داسې ونه شول.
رجب صفروف د جمعې په ورځ (د تلې ۴مه) افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې وویل، د طالبانو په رسمیت پېژندنه کې د روسیې مخکښ کېدلو سره مسکو غوښتل چې یاده ډله نړیوالې ټولنې ته راستانه شي او د یو مشروع قانوني دولت په څېر عمل وکړي، خو طالبانو په خپلو سیاستونو کې هېڅ بدلون نه دی راوستی.
د هغه په وینا، طالبانو د روسیې د دغه سترې پرېکړي په بدل کې د یوې اعلامیې له خپرولو پرته، کوم د پام وړ اقدام نه دی کړی.
دغه روسي کارپوه د طالبانو او امریکا ترمنځ د احتمالي همکارۍ په اړه اندېښنه څرګنده کړه او ټینګار یې وکړ چې په افغانستان کې د امریکايي پوځي اډې پرانېستل د سیمې د امنیت او ثبات د ګډوډولو لپاره دی او مسکو به په کلکه د دې کار مخالفت وکړي.