پيټر او باربي رینولډز، هغه بریتانوي جوړه ده چې نږدې اته میاشتې د طالبانو په زندان کې بنديان پاتې شوي وو، اوس یې د خپل اسارت د دورې دردونکې کیسې بیان کړي دي.
پیټر وایي چې هغه ته تر ټولو سخته دا وه چې د خپلې مېرمنې په اړه یې هېڅ معلومات نه درلودل، چې هغه مړه ده او که ژوندۍ.
پيټر د «سهار په خیر بریتانیا» ټلویزوني پروګرام سره په خبرو کې وویل: «زه هېڅ نه پوهېدم چې زما مېرمن ژوندۍ ده که نه، روغتیا یې څنګه ده او یا ورسره کوم ناوړه چلند کېږي او که نه».
دغه جوړې چې شاوخوا ۱۸کاله یې په افغانستان کې ژوند کړی او یو تعلیمي مرکز یې پرمخ وړ، دوی د بامیان ولایت پر لور د ستنېدو پر مهال د طالبانو لهخوا ونیول شول. طالبانو د پيټر او باربي د نیولو په اړه هېڅکله واضح دلیل وړاندې نه کړ، یوازې د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل چې «د افغانستان قوانین یې مات کړي»؛ خو نور معلومات یې ور نه کړل.
پيټر او باربي څرګنده کړې چې د اسارت پر مهال په لسو بېلابېلو زندانونو کې ساتل شوي دي.
پيټر ان په یوه لوړ امنیت لرونکي زندان کې بندي و، چې هلته د داسې کسانو ترڅنګ ساتل کېده چې د خپلې کورنۍ د غړو په وژلو تورن وو. هغوی په اونیو-اونیو د لمر له رڼا پرته په تنګو خونې کې ساتل کېدل.
دوی زیاتوي چې د خپلې لور «سارا» له لارې وتوانېدل چې لږ تر لږه لنډ پیغامونه لکه «مینه درسره لرم» او «یادېږې مې» یو بل ته ولېږي. دا د هغوی د اسارت تر ټولو یوازینۍ هیله بښونکې نښه وه.
باربي رینولډز په خپله کیسه کې ویلي چې د زندان یوازینۍ سرمایه یې یو کاچوغه وه چې د لومړیو ورځو په جریان کې یې ترلاسه کړې وه. هغه وایي چې دا مې زده کړل چې له همدې کاچوغې د هر کار لپاره ګټه واخلم؛ له ډوډۍ پرې کولو نیولې تر کچالو پاکولو پورې. د هغې لپاره دا کوچنی شی د ژوند د دوام نښه او د هیلې سمبول وګرځېد.
دوی یوازې یوه ګړۍ مخکې له خپل پروازه خبر شول چې خوشې کېږي، او بالاخره لندن ته ورسېدل. د دوی کورنۍ د هغوی د ازادۍ شېبه «د خوښۍ ډکه لحظه» وبلله.
د هغوی اولادونه وایي: «له بشپړې منندویۍ او ډاډ سره تایید کوو چې زموږ مور او پلار له اووه میاشتو او ۲۱ورځې اسارت وروسته د طالبانو له بند څخه خوشې شوي دي».
سره له دې تریخې تجربې، پيټر او باربي ویلي چې لا هم د افغانستان د راتلونکي په اړه هیله لري.
پیتر ټینګار وکړ: «موږ باور لرو چې افغانستان د بدلون توان لري او یوه ورځ به نړۍ حیرانه کړي. دا هېواد باید یوازې د تاوتریخوالي، تښتونې او نشهيي توکو د قاچاق له مخې ونه پېژندل شي، دلته معجزه رامنځته کېدای شي».
باربي هم په خبرو کې زیاته کړه: «زه د افغانستان له خلکو سره ژوره همدردي لرم. زندان یوه سخته تجربه وه، خو له هغه هم دردوونکې د خلکو ورځنی ژوند دی چې د طالبانو تر سختو محدودیتونو لاندې تېرېږي».