پاکستان د چهارشنبې په ورځ د اسلامي همکاریو سازمان په ناسته کې ویلي، چې د دغه سازمان د تماس ډلې د غړو هېوادونو له کارپوهانو دې یو ګډ کاري پلاوی جوړ شي؛ ترڅو د افغانستان اړوند ټولو مسایلو لپاره د عملي نقشې په جوړولو کې ګډ کار وکړي او د متقابلو ګامونو یوه لړۍ پرمخ یوسي.
د افغانستان په اړه د اسلامي همکاریو سازمان د تماس ډله په ۲۰۰۹کال کې د جرمني په ملاتړ رامنځته شوې وه او اوس د یاد سازمان له پنځوسو غړو هېوادونو جوړه ده.
په دغه غونډه کې افغانستان ته یو څرګند پیغام هم ورکړل شو او له طالبانو یې وغوښتل، چې پر ښځو او نجونو هغه «بېدلیله» بندیزونه لرې کړي چې د اسلامي اصولو او د اسلامي ټولنو د دودونو خلاف دي. دغه غوښتنه وروسته له هغه راپورته شوه، چې طالبانو د ښځینه لیکوالانو د اثارو پر خپرولو او لوستلو بندیز ولګاوه.
د ملګرو ملتونو عمومي غونډې په یوې څنډه کې د اسلامي هېوادونو سازمان د تماس ډلې د لومړۍ ناستې پر مهال د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار د افغانستان په تړاو د خپل هېواد ځینې وړاندیزونه او طرحې شریکې کړې دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په وینا؛ ډار ټینګار کړی چې سیاسي بنبست او د افغانستان اوسنی وضعیت د دې لامل شوی، چې په نړۍواله ټولنه کې خپل حضور نهلري. هغه ویلي: «د اسلامي همکاریو د غړو، د سیمې د شریکانو او ګاونډیانو په توګه موږ باید له دې بستر څخه د هغو نوښتونو لپاره کار واخلو، چې افغانستان د انزوا له حالت څخه وباسي».
نوموړي په خپلو څرګندونو کې وویل، د تماس ډله باید له نړۍوالې ټولنې وغواړي چې افغانستان ته پرته له سیاسي شرطونو بشري مرستې برابرې کړي. همدارنګه، د افغانستان د اقتصاد د ټینګښت، د بانکي نظام د بېرته فعالولو، د سوداګرۍ د اسانتیاوو او د سیمهییز وصل پروژو د عملي کولو لپاره هم هڅې وشي؛ ترڅو د بېکارۍ کچه کمه شي او خلک د فقر له حالته ووځي.
هغه زیاته کړه، چې د طالبانو سره باید د سیمې په ګډون له بېلابېلو لارو د تعامل ملاتړ وشي؛ ترڅو دوی خپلو نړۍوالو ژمنو ته ژمن پاتې شي. نوموړي د ملګرو ملتونو هڅې هم وستایلې، چې د کوکنارو کښت اړوند اوس د بدیلو معیشتونو په برابرولو بوخت دي او باید دغه هڅې دوام وکړي چې افغان بزګرانو ته د راتلونکي لپاره دوامدارې لارې چارې رامنځته شي.
اسحاق ډار زیاته کړه، طالبان باید دې ته وهڅول شي چې د ښځو او نجونو پر وړاندې د اسلامي اصولو خلاف بندیزونه لرې کړي او خپلې تګلارې په دې برخه کې له سره وڅېړي. د ده په باور؛ له نسبي سولې وروسته اوس وخت رارسېدلی، چې افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته ستانه شي او د تماس ډله باید د طالبانو چارواکي دې ته اړ کړي چې د بېرته ستنو شویو کډوالو د ځای پر ځای کېدو لپاره لازم شرایط برابر کړي. نوموړي ټینګار وکړ، چې نړۍواله ټولنه هم باید په دې مسوولیت کې ونډه واخلي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د دغه ناستې پرمهال یو ځل بیا اندېښنه څرګنده کړې، چې اسلاماباد په افغانستان کې د ترهګرو ډلو پر حضور جدي اندېښه لري. هغه د پاکستاني طالبانو تحریک په ګډون د بلوڅ بېلتون پاله ډلې ته هم اشارې کړې او ویلي یې دي، چې د طالبانو تر سیوري لاندې ښکاره پناه ځایونه لري. هغه همدا راز د ختیځ ترکستان ډلې ته هم اشاره کړې، چې د القاعده شبکې سره نږدې همکاري لري.
هغه خبرداری ورکړی، چې طالبان باید د دغو ترهګرو د مخنېوي لپاره کوټلي ګامونه واخلي او د اسلاماباد شته امنیتي اندېښنو ته ځواب ووایي. اسحاق ډار ټینګار کړی، چې پر افغانستان واکمن باید د پاکستان په ګډون د دوی له خاورې هر ګاونډي ته شته ګواښونه ختم کړي.