عمران خان: په قبایلي سیمو کې عملیات د پوځ پروړاندې د خلکو کرکه زیاتوي

۵ ساعتونه مخکې

د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان د خېبرپښتونخوا په تیراه کې د وروستۍ بمبارۍ له امله چې د ښځو، ماشومانو او نورو ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې لامل شوې، خپله ژوره خواشیني څرګنده کړې او دا یې د خلکو د کرکې د زیاتېدو سبب بللی دی.

عمران خان په خپل اېکس همداراز لیکلي، چې له تېر یوه کال راهیسې یې په پرله‌پسې ډول خبرداری ورکاوه چې په قبایلي سیمو کې باید پوځي عملیات ونشي، ځکه د ده په وینا د ملکي مرګ‌ژوبلې تر نوم لاندې د بې‌ګناه خلکو ژوند له منځه وړل کېږي.

هغه ټینګار وکړ: «هر ځل چې عملیات کېږي، بې‌ګناه خلک وژل کېږي او دا لړۍ د خلکو کرکه زیاتوي.»

نوموړي د افغانستان د جګړې تجربې ته هم اشاره وکړه او زیاته یې کړه، چې افغان مشرانو (اشرف غني او حامد کرزی) په وار-وار امریکا ته ویلي وو، چې پوځي عملیات د ترهګرۍ د ختمېدو پر ځای د خلکو د غم او غوسې د زیاتېدو لامل ګرځي. د هغه په وینا، ډېری ځوانان د همدې کرکې له امله د وسله‌والو ډلو سره یو ځای کېږي.

د تحریک انصاف ګوند مشر د تیراه پېښه د سیمې د سولې لپاره «بده نښه» وبلله او زیاته یې کړه، چې د هغه د حکومت پر مهال له طالبانو سره د ښه اړیکو له امله په قبایلي سیمو کې امنیت ټینګ شوی و، خو د پوځ د اوسني مشر جنرال عاصم منیر له سیاستونو سره دغه فضا زیانمنه شوې ده.

عمران خان پر عاصم منیر تور ولګاوه، چې د هغه کړنې دوه ځانګړې موخې لري، لومړي دا چې په پښتونخوا کې د ده د ګوند بدنامول او په نړۍواله کچه د ځان داسې معرفي کول چې ګواکې د ترهګرۍ پر وړاندې کلک دریځ لري.

نوموړي ټینګار وکړ، چې د قبایلي سیمو او ټوله سیمه یوازې هغه مهال خوندي کېدای شي چې طالبان، د پاکستان حکومت، د قبایلي سیمو مشران او د خلکو استازي د خبرو له لارې د سولې یوه دایمي لاره ومومي. د عمران خان په خبره، یوازینۍ حل لاره سیاسي تفاهم او سیمه‌ییزې همکارۍ دي.

عمران خان په خپلو وروستیو څرګندونو کې دا هم وویل، چې ورته څو ځلې د «یوې معاملې» وړاندیز شوی و، خو هغه یې رد کړی دی.

هغه زیاته کړه: «ما ته څو ځله وویل شول چې یا هېواد پرېږده او یا غلی کېنه، نو ستا ټولې قضیې به ختم شي. خو زه له لومړۍ ورځې پر دې ولاړ یم چې ځان یوازې د عدالت له لارې ثابت کړم، نه د کومې معاملې په نتیجه کې.»

د عمران خان په وینا، پر هغه شاوخوا ۳۰۰بې‌اساسه دوسیې جوړې شوې دي چې د هر بل کس لپاره یې زغمل ناشوني و، خو دی ځکه ولاړ دی چې ځان بېګناه او پر حق ګڼي.

نوموړي زیاته کړه، چې د توشه خانې قضیه اوس په بشپړه توګه له منځه تللې، ځکه د څارنوالۍ شاهدانو برېګېډیر احمد او کرنل ریحان منلې چې ورکړل شوي تحفې د ده کور ته نه دي تللي، بلکې په توشه خانه کې جمع شوي او ټول اسناد یې بشپړ دي.

هغه ټینګار وکړ، چې په دې قضیه کې باید په یوه ورځ کې برائت ورکړل شي، په ځانګړي ډول یې د خپلې مېرمنې بشرٰی بي بي د ضمانت غوښتنه وکړه، چې د نوموړي په وینا پر هغې یوازې د جرم د ملاتړ او همکارۍ دروغجن تور لګېدلی دی.

عمران خان زیاته کړه، چې د پاکستان عدلیه د قانون پر ځای د «ورکړل شوي متن» له مخې پرمخ ځي، کوم چې د پوځ د مشر له خوښې سره سم ترتیب شوی دی.

د یادولو ده، چې عمران خان د ۲۰۲۳ کال له اګسټ راهیسې د فساد او ترهګرۍ په ګډون د بېلابېلو دوسیو له امله بندي دی. هغه د ۲۰۲۲ کال په اپرېل کې د عدم اعتماد رایې له لارې له واکه لرې شوی و.

نور خبرونه

رادیو