د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف ادعا کړې، چې پاکستان د افغان کډوالو د حضور له کبله له بېلابېلو ستونزو سره مخامخ دی. نوموړي په ټینګار سره ویلي، چې ټول افغان کډوال باید بېرته افغانستان ته ستانه شي.
دغه پاکستاني چارواکي یو ځل بیا ادعا کړې، چې د افغانستان له خاورې د پاکستان پرضد ورانکاره کړنې او ترهګریز بریدونه تنظمېږي چې باید مخینوی یې وشي.
خواجه اصف ویلي، چې په وار، وار یې په افغانستان له طالبانو نه له افغان خاورې د پاکستان پرضد د ترهګریزو فعالیتونو د مخنیوي او په دې برخه کې د جدي ګامونو د پورته کولو غوښتنه کړې ده.
خواجه اصف په داسې حال کې دغه څرګندونې کوي، چې طالبانو په وار، وار د پاکستاني چارواکو ورته څرګندونې رد کړې دي.
له پاکستان نه د افغان کډوالو د ستنولو په اړه د خواجه اصف څرګندونې په داسې حال کې دي، چې وړاندې د بشري حقونو بېلابېلو بنسټونو له افغان کډوالو سره په پاکستان د ناسم وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې وه.
تازه د پاکستان د بشري حقونو کمېسیون د افغان کډوالو د روغتیایي وضعیت په اړه ژوره اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي، چې ګڼ افغان کډوال د پولیسو د نیول کېدو له وېرې روغتونونو ته له تګ ډډه کوي چې د مېندواره مېرمنو ژوند یې له جدي ګواښ سره مخ کړی دی.
یاد سازمان په یوه خبرپاڼه کې ویلي، راپورونه ښيي چې په پاکستان کې یوشمېر ناروغ افغان کډوال د پولیسو د وېرې له امله روغتیایي مرکزونو ته نه ورځي او ځینې روغتونونه له هغو ناروغانو سره د درملنې په برخه کې همکاري نه کوي چې د اعتبار وړ ویزې نهلري.
دغه سازمان په ډاګه کړې، چې دغه ډول چلند نه یوازې له انساني کرامت ښکاره سرغړونه ده؛ بلکې د پاکستان د اساسي قانون او د هغو نړۍوالو بشري ژمنو خلاف کړنه ده، چې دغه هېواد لاسلیک کړی دی.