د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان د طالبانو او پاکستان اړیکو ته په اشارې سره ویلي، چې د پوځ مشر عاصم منیر واک ته تر رسېدو وروسته له طالبانو سره حساسې اړیکې خرابې کړې دي او د سیمې د ثبات لپاره یې جدي ګواښونه رامنځته کړي.
عمران خان په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، د هغه د حکومت پرمهال له طالبانو سره اړیکې د همکارۍ او تفاهم پر بنسټ ولاړې وې، چې له امله یې په قبایلي سیمو کې امنیت نسبي بڼه غوره کړې وه.
نوموړي زیاته کړې، چې د اشرف غني د حکومت پر مهال یې هم نوموړي ته ویلي وو چې پوځي عملیات د ترهګرۍ کچه نه راکموي، بلکې د بېګناه خلکو په وژلو سره ځوانان له وسلهوالو ډلو سره یو ځای کېږي.
عمران خان ادعا وکړه، چې عاصم منیر واک ته تر رسېدو وروسته د طالبانو پر وړاندې دوښمنانه څرګندونې وکړې، افغان کډوال یې په سخت ډول له هېواده وشړل او د ډرون بریدونو په ترسره کېدو سره یې اړیکې نورې هم ترېنګلې کړې.
نوموړي زیاته کړه: «که د سیمې سولې ته ژمن یو، نو اړینه ده چې لومړی له طالبانو سره خبرې وکړو. د پاکستان حکومت، د طالبانو مشران او د قبایلي سیمو خلک باید ګډې ناستې ولري، ترڅو د خبرو له لارې دایمي حل لارې وموندل شي.»
د هغه په وینا، عاصم منیر دغه کړنې د دوو موخو لپاره ترسره کړې دي، لومړی دا چې غواړي په خېبرپښتونخوا کې د تحریک انصاف ګوند بدنام کړي، بله دا چې غواړي په لوېدیځ کې د هغو لابیګرو د لابیو ملاتړ ترلاسه کړي، چې د طالبانو پر ضد دریځ لري.
عمران خان ټینګار وکړ، چې د پوځي عملیاتو پر ځای سیاسي او ټولنیز حل یوازینۍ لار ده، ځکه هر بې ګناه کس چې وژل کېږي، د سیمې کرکه او تاوتریخوالی نور هم زیاتوي.