د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف به نن په سپینه ماڼۍ کې د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره وګوري. د راپورونو پر بنسټ؛ په دغه لیدنه کې به د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو هم برخه واخلي.
تمه کېږي، چې دواړه خواوې به په دغه لیدنه کې پر ګډو ګټو او دارنګه پر سیمهییز او نړۍوال وضعیت بحث او خبرې وکړي.